Homeخبرونهبریتانیا وايي، افغان کډوال له هوټلونو دایمي هستوګنځایونو ته بیايي

بریتانیا وايي، افغان کډوال له هوټلونو دایمي هستوګنځایونو ته بیايي

تاند (چهارشنبه، د حمل ۹ مه) وروسته له دې چې په بریتانیا کې له هوټلونو د افغان کډوالو د ایستلو په اړه انتقادونه او ګیلې وشوې، د بریتانیا حکومت وايي چې په کورونو کې د افغان پناه غوښتونکو د دایمي مېشتونې پلان لري.

د دې پلان پر اساس افغان پناه غوښتونکي باید له هوټلونو ووځي.

د بریتانیا حکومت د هوټلونو پر ځای د خپل هیواد په پخوانیو پوځي اډو او بیړیو کې د افغان پناه غوښتونکو د دیره کولو طرحه مطرح کړې ده.

دوی وړاندیز کړی چې په هوټلونو کې مېشتو افغانانو ته یې لیکونه استولي چې له هغو څخه ووځي.

خو د حکومت مخالفو ګوندونو او د پناه غوښتونکو د حفونو ملاتړو ویلي چې حکومت کډوالو ته د مناسب مېشت ځای په اړه د کوم ضمانت له ورکولو پرته هغوی ته وايي چې له هوټلونو ووځي.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته بریتانیا تر اوسه د ۲۴ زره افغان پناه غوښتونکي منلي چې له دې ډلې اته زره یې ماشومان دي، چې لا هم په هوټلونو کې په موقتي استوګنځیو کې شپې ورځې سبا کوي.

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ م کال لپاره په خپل نړیوال راپور کې ویلي و، که څه هم اروپايي هېوادونه د اوکراین د پناه غوښتونکو هرکلی کوي، خو دغه هېوادونه د هغو وګړو په وړاندې چې په سوریه، افغانستان او لیبیا کې له جګړو تښتېدلي دي، دومره زړه سوی نه ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...