سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهملا فاضل مظلوم د طالبانو د لیکو له تصفیې نارضایتي وښوده

ملا فاضل مظلوم د طالبانو د لیکو له تصفیې نارضایتي وښوده

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ )  د طالبانو د دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل مظلوم کندهار ته د خپلو ځواکونو د صفونو د تصفيې په موخه سفر کړی او په یوه غونډه کې یې له تصفیې  نارضایتي ښودلې ده.

نوموړي ویلي، چې چې اړوند مسئولين دې د صفونو تصفيې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دغه غونډه کې مظلوم د زابل، هلمند، روزګان او دايکنډي ولايتونو واليانو او نورو مسئولينو ته وويل، چې د امنيت ټينګښت او د صفونو تصفيې ته پوره پاملرنه وکړي او تر لاس لاندې ټولو کسانو ته د دندو د ښه ترسره کېدو په برخه کې زده‌ کړې ورکړي.

سرچینه زیاتوي، چې په ياده غونډه کې د کندهار مرستيال طالب والي مولوي حيات‌الله مبارک ترڅنګ، د هلمند، زابل، روزګان او دايکنډي ولايتونو واليانو د امنيت او د صفونو د تصفيې په برخه کې راپورونه شريک کړل او ډاډ يې وړاندې کړ، چې د صفونو تصفيې ته پوره پاملرنه کوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په څه باندې یو نیم کال کې په پرله پسې ډول طالب مشران د دوی د لیکو د تصفیې ټینګار کوي، خو له خبرو یې ښکاري چې تر دې دمه په دې کار لا سم نه دي توانیدلي.

طالبان په روښانه ډول نه وایي، چې د لیکو د تصفیې خبرې ولې زیاتې کوي، خو امنیتي شنونکي باور لري چې طالب مشران د دوی لیکو کې د داعش او نورو ډلو له نفوذ څخه وېریدلي او په پرله پسې ډول شکمن کسان له خپلو لیکو وباسي.

1 COMMENT

  1. موږ د طالبانو د کشرانو او مشرانو- ملکیی او نظامی کسانو له چلند، اخلاقو تنګ راغلی یو.
    په سرک ځې د طالب بې پلټه موټر هارنونه درته وهی او چې ژر لار ور نه کړي، درته را کښته کېږي ښځکنځل در ته کوي او تهدیدوي دې
    او چې بیا مشر ته شکایت وکړي هغه لا ستوغې او سپورې درته وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب