پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد بخښنې د څار سازمان: طالبانو د مدني فعالانو ځپلو ته زور...

د بخښنې د څار سازمان: طالبانو د مدني فعالانو ځپلو ته زور ورکړی

تاند (پنجشنبه، د حمل۱۰ مه) د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) وايي، طالبانو د تعلیم د خپراوي د فعالانو، ژورنالیستان او بلاګرانو په شمول د مدني ټولنې د فعالانو ځپلو ته زور ورکړی دی.

دې سازمان تېره شپه په یوه اعلامیه کې د قلم لار ټولنې د موسس مطیع الله ویسا او ګڼو نورو فعالانو نومونه یاد کړي چې طالبانو نیولي او د ځینو د نیونې په اړه یې تر ډېره له څه ویلو ډډه کړې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، طالبانو د تعلیم د خپراوي فعال او د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا او د هغه د کورنۍ څو غړي نیولي دي. دې همداراز ویلي، طالبانو د مارچ په لومړیو کې د هرات پوهنتون استاد رسول پارسي په دې خاطر نیولی و چې پر فیسبوکپاڼه کې یې پر چارواکو نیوکه کړې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې ویلي چې طالب چارواکي په ندرت د هغو کسانو د جرم او تور په اړه څه وايي چې دوی یې نیسي. او ډیر ځلي خو دا هم نه وايي چې څوک یې نیولي دي.

دا سازمان همداراز وايي، طالبان هغو کسانو ته، چې دوی یې نیسي، نه یوازې دا چې د مدافع وکیل حق نه ورکوي، بلکې حتي د کورنۍ غړیو ته یې دا هم نه وايي چې عزیز یې مړ که ژوندی دی.

خو طالبانو د مطیع الله ویسا نیونه وروسته له دې تایید کړه چې د نوموړدي پر نیول کېدو پراخ غبرګونونه څرګند شول او د ویسا یوه ورور په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ. د طالبانو  ویاند ذبیح الله مجاهد د ویسا د تور په اړه وویل چې ویسا بې له دې چې طالبانو ته خبر ورکړي، غونډې جوړولې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب