Homeخبرونهوروستیو سېلابونو تر ۶ نیم سوو کورونه زیانمن کړي

وروستیو سېلابونو تر ۶ نیم سوو کورونه زیانمن کړي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ )  د ملګرو ملتونو د بشپرپاله مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان په اوو ولايتونو کې د باران شديد ورښت او د سېلابونو راتلو کابو ۶۴۵ کورونه زيانمن کړي دي.

اوچا په خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې مرسته رسوونکي بنسټونه د زيانمنو سيمو د ارزونې په حال کې دي او د اړتيا په صورت کې به مرسته وکړي.

دغه اداره زياتوي ،چې محدوده بوديجه د مرستې د زياتوالي لپاره د هغوی وړتيا محدودوي.

په وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو د سختو ورښتونو او د ورښتونو له امله د سېلابونو او مالي زیانونو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو رژیم تر اوسه تر ډېره زیانمنو کورنیو سره د لومړنیو خوراکي توکیو مرسته کړې، چې زیانمنو د قناعت وړ نه دي ګڼلي او ورسره یې د نړیوالو مرستندویانو د مرستو غوښتنه کړې ده.

افغانستان په تېرو دوو کلونو کې سختو طبیعي پېښو ځپلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...