شنبه, اپریل 20, 2024
Home+په سپېس ایکس کې د سعودي او اماراتو ۱۴۰ میلیارد ډالري پانګونه

په سپېس ایکس کې د سعودي او اماراتو ۱۴۰ میلیارد ډالري پانګونه

تاند- د سعودي عربستان د پانګونې د صندوق یوه څانګه او همداراز د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ یوه کمپنۍ په سپېس ایکس شرکت کې د څو میلیارد ډالرو پانګونه کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، اټکل کېږي چې دا دوه عربي کمپنۍ به په سپېس ایکس کې شاوخوا ۱۴۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

سعودي او اماراتي کمپنۍ پوهیږي چې سپېس ایکس په تدریج په نړۍ کې د انترنیټ له لارې په یوه ستره عایداتي سرچینه بدله شي.

سپېس ایکس په ۲۰۲۱ کې ۲ میلیارده او په ۲۰۲۲ کې ۲ میلیارده او ۶۰۰ ملیون ډالره پانګونه جذب کړې وه.

سپېس ایکس وايي چې اوس د سعودي عربستان د اوبو او برېښنا هولډینګ شرکت، چې د دغه هیواد د پانګونې په خپلواک صندوق پورې تړلی دی، او د متحده عربي اماراتو الفا دوبۍ د لوسید ایر الیکتریک موټرو په شمول د سپېس ایکس په بېلا بېلو برخو کې پانګونه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب