جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا کې د مشهور پوليس شاعر اقبال مومند په ګډون يو شمېر...

پښتونخوا کې د مشهور پوليس شاعر اقبال مومند په ګډون يو شمېر پولیس وژل شوي

تاند: ( پنجشنبه ، د حمل ۱۰ مه) ‏د خیبر پښتونخوا لکي مروت سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز برید شوی چې تر دا دمه شپږ پولیس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.

 ویل کېږي چې په یاد برید کې د پولیسو حوزی آمر (ډی ایس پی) هم اقبال مومند هم وژل شوی.

اقبال مومند مشهور شاعر و، چې يو شمېر فرهنګي څېرو یې په مړینه خواشيني څرګنده کړې ده.

په وروستيو کې د پاکستان د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو خلاف ورته بریدونه زیات شوي.

معلومه نه ده، چې یاد شوی برید چا کړی، خو د ډېرو بریدونو مسوولیت د پاکستان د طالبانو تحریک پر غاړه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب