جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد خوراکي توکیو او درملو د کیفیت کنټرولولو ۴ لوی لابراتوارونه جوړیږي

د خوراکي توکیو او درملو د کیفیت کنټرولولو ۴ لوی لابراتوارونه جوړیږي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ )   د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې، د هېواد په څلورو زونونو کې د خوراکي توکو او درملو د کيفيت د کنټرول لابراتوارونو د جوړولو خبر ورکړی دی.

دغه ادارې ويلي، دا لابراتوارونه به د هېواد په څلورو زونونو (کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار) کې جوړ شي.

سرچینه وایي، دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د دومره لويو او معياري لابراتوارونو د جوړولو پرېکړه کېږي.

د ادارې ځینې سرچینې بیا وایي، چې د دغو لابراتوارونو جوړول لا له وړاندې د جمهوري نظام پر مهال پلان شوي وو، خو اوس طالبانو یې د عملي کولو هوډ کړی.

د خوړو او درملو د ملي ادارې لپاره د طالبانو د رژیم ویاند جاوید هژبر ویلي، چې په دغو لابراتوارونو کې به د کيفيت تضمين، فزيکي او کېمياوي ازموينې، څېړنې او پراختيا، د طبي وسايلو څېړنه او د درملو معاينه شامله وي.

 خلکو د دغو لابراتوارونو د جوړولو د پلان هرکلی کړی او ویلي، چې که په اصولي ډول یې چارې تعقیب شي، ښې پایلې به ولري.

افغانستان ته داروپايي ټولنې د ۱۰۰ ټنه درملو مرسته

له بلې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د رسیدو خبرورکوي.

دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډیره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسیدلې. د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸ کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیزله لارې افغانستانه رسیدلې. دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب