پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د غوښې د پیچکارۍ سمه طربقه

د غوښې د پیچکارۍ سمه طربقه

روغتیاپال

په خارج کي د ستنې لګول د مسلکي نرسانو لخوا لګول کيږي خو په افغانستان کې په خاص ډول ولسواليو او اطرفو کې روغتیاپالان ډير کم دي او خلګ مجبوره وي جې په خپله خپلو ماشومانو ته يا خپلو ناروغانوته د غوښې ستنه ولګوي.

هغه خلګ چې خپلو ماشومانو ته يا خپلو ناروغانو ته د غوښې د ستنې په لګولو مجبوره وي بايد له دې لاندي طريقې څخه کار واخلي.

اول بايد ساحه په څلورو برخو توویشي؛ د هغو  يوه برخه (لوړه او باندنۍ برخه) له خطره خلاصه ساحه ده چې په ډاډه زړه ستنه ورلګولی سئ. په تصویر کې دا برخه انځور شوې ده. همدارنګه ستنه بايد په عمودي ډول په نوي درجې داخل شي او د سنتې لع درو برخو څخه دوې برخې بايد دننه شي وروسته کله چې ستنه داخل شي اول بايد بيچکاري شاته کش شي او وکتل شي چې ستنه خو رګ ته برابره نه ده، که چيري وينه په ستنه کي راشی په دې معنا ده چې ستنه رګ ته برابره شوې ده او که وينه نه راغله ستنه په غوښه کې ده.

په غلطه ساحه کې د ستنې لګولو خطرونه دا دي چې له دې ساحې څخه يوه ډيره مهمه عصبي رشته تيريږي چې ټوله پښه کنترولوي که چيري ستنه پرې ولګيږي عصبي رشته التهاب کوي او تخريب کيږي د شخص د ګو‌‌‌‌‌‌ډ او شل کيدو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب