جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهجرمني تر بلې خبرتیا افغانانو ته د ویزو ورکړه وځنډوله

جرمني تر بلې خبرتیا افغانانو ته د ویزو ورکړه وځنډوله

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وايي، د افغانانو د مهاجرت د منلو پروسه یې په دې خاطر ځنډولې چې په دې بهیر کې یې د درغلۍ د احتمال نښې موندلي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جرمني د باندنیو چارو وزارت خپره کړې، د مېرمن انالینا بایربوک په قول پکې راغلي:«وروسته له دې چې په تېرو څو اوونیو کې له دې پروګرامه د ناوړه استفادې د هڅو احتمالي نښې ولیدل شوې، د بهرنیو چارو وزارت او د کورنیو چارو وزارت په ګډه په اسلام اباد کې د منلو پروسه وڅېړله او د درغلۍ د هڅې د مخنیوي لپاره یې پر یوې اضافي امنیتي څېړنې موافقه وکړه.»

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي:«د ټولې پروسې د څېړلو او د سواستفادې او درغلۍ په مخنیوي کې د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د اوس وخت لپاره دا پروګرام ځنډول شوی دی.»

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو راوروسته د جرمني کونسلګریو څه باندې ۲۸ زره ۶۰۰ افغانانو ته وېزې ورکړي دي.

په مجموع کې د جرمني حکومت تراوسه پورې څه باندې ۴۴ زره افغانان د کډوالو په توګه منلي دي.

د جرمني د بهرنیو او کورنیو چارو وزارت له څېړنو او پرېکړې وروسته په اسلام اباد او تهران کې د جرمني سفارت کونسلي برخو ته ویل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې افغانانو ته ویزې صادرې نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب