چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد طالبانو حکومت له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې پر عینک کان کار...

د طالبانو حکومت له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې پر عینک کان کار پیل کړي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۰ مه) د طالبانو د حکومت د کانونو اوپیترولیم سرپرست وزیر د چین له ایم جې اې ایم کمپنۍ څخه وغوښتل چې د لوګر د مس عینک پر پروژې کار پیل کړي.

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، شهاب الدین دلاوردا غوښتنه پرون (چهارشنبه) د چینايي کمپنۍ له مرستیال سره په کتنه کې وکړه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، دلاور او د (ایم.جې.اې.ایم) قراردادي شرکت مرستیال، د مس عينک پروژې اړوند موضوعاتو او د دې پروژې د عملي کار د پیل د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پیټروليم وزارت سرپرست، د مس عينک پروژې د عملي کار د پيل غوښتنه کړې او ویلي یې دي: «دا چې په هېواد کې سراسري امنيت دى او د مس عينک پروژې امنيت هم تامين شوى دى؛ نو له همدې امله شرکت باید ژر تر ژره د پروژې عملي او د تطبیق چارې پیل کړي.»

سره له دې چې طالبانو امنیت راوستی او دا په افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو پانګونو د جذب لپاره مهم پرمختګ دی خو هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او له بلې خوا افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې د اساسي قانون په شمول یې ټول قوانین لغوه اعلان شوي دي.

له داسي حکومت سره هر راز موافقه او تړون نړیوال ضمانت نه شي لرلی.

له بلې خوا پر افغانستان د امریکا له لوري یندیزونه دي چې له کبله یې چینايي کمپنۍ افغانستان ته په اسانه پانګې نه شي لېږدولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب