سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهزرداري: عمران خان له افغانستانه زرګونه ترهګر پاکستان ته راوړي دي

زرداري: عمران خان له افغانستانه زرګونه ترهګر پاکستان ته راوړي دي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د پاکستان په پارلمان کې د وینا پر مهال د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان په پاکستان کې د روان اقتصادي بحران او د ترهګرۍ د نوې څپې مسوول وباله.

زرداري ویلي، چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په زرګونو ترهګر له افغانستانه پاکستان ته لېږدولي او په قبایلي سیمو کې یې مېشت کړي دي.

هغه زياته کړه چې د پاکستان د پوځ، پوليسو او خلکو په قربانيو سره د ترهگرۍ پديده له منځه تللې وه، خو د عمران خان حکومت بيا راژوندۍ کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تحریک انصاف د حکومت په سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل: لومړی عمران خان هغه تروریستان وبښل، چې لاسونه یې د خلکو په وینو رنګ شوي دي.

نوموړي وویل، که نن پاکستان د ترهګرۍ له پدیدې سره مخ دی، دا ټول د صدراعظمانو له امله دی.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د پاکستان د امنیتي ځواکونو غفلت په دغه هېواد کې د ترهګرۍ د زیاتېدو لامل ګڼي.

1 COMMENT

  1. دا زرداړی خو ډیر لوده دۍ.
    تاسو څیش غواړۍ؟؟؟
    درویلیږو که در ته ویساتو؟؟
    یو وار خپلو کې سره جوړ شۍ بیا راشۍ
    موږ چا نیو درنه وړی د انګریځ زامنو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب