دوکتور لعل پاچا ازمون
د ټولنو او وګړیو ترمنځ راشه درشه، راکړه ورکړه او یو له بله سره عملي او هنري اړیکه د انساني ټولنې یو اصل او اړتیا ده.
انسانان یو له بله سره اوږدې لارې او واټنونه د انساني اړیکو د ټینګولو او یو بل سره د مرستې پر بنسټ ټینګوي. دغه اړیکې د ژوند یوه برخه ده. ټولنې یو له بل سره د لاس ورکولو، راشه درشې، راکړې ورکړې او مرستو پر بنسټ انساني اړتیا پوره کوي. د ټولنو تر منځ د اړیکو ټینګولو یوه لاره علم او هنر دی. دا دواړه د ژوند هغه بنسټیز توکي دي چې په انسانانو کې کرکه له منځه وړي او یو بل د خبرو او ذوق خړوبولو دنیا ته رابولي. ددې دواړه مخه نیول او ډپول له انساني ارزښتونو سره ناوړه چلن دی. انسانان اړ دي چې یو له بله سره راشه درشه او راکړه ورکړه ولري، د ټولنې د پرمختګ او پایښت لپاره یو د د بل له تجربو او فکره ګټه واخلي. د تجربو او فکري تبادلې یوه وسیله ژبه ده، د ژبې زده کړه مهارت او د ټولنو ترمنځ د اتصال کړۍ ده. پر همدې بنسټ په ځینو هېوادونو کې پښتو څانګې جوړې شوې دي، دغه څانګې د علمي او هنري تجربو او فکري تبادلې پر بنسټ غواړي چې یو دبل پوهولو راپوهولو لپاره ژبه وکاروي، د ژبې په وسیله د یوې ټولنې فرهنګ او ادب څرګندېږي. پر فرهنګ او هنر پوهېدنه د ټولنو د وګړیو ترمنځ د راشه درشې، او راکړې ورکړې لاره ګودره برابروي.
پښتو متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خېژي، ژوند اړیکو او یو د بل مرستو ته اړ دی. د ژوند ښایست او پایښت د انسانانو ترمنځ د علمي او هنري تجربو په تبادلې ، راشه درشې او را کړې ورکړې کې نغښتی دی. ژوندۍ ټولنه هماغه ده چې د الله تعالی له مخلوق سره د انسانیت پر بنسټ چلن وکړی، انساني پیغامونه د ټولنې د وګړیو په تجربو کې نغښتي دي. یوه ټولنه هم نشي کولای چې په ځانځانۍ ژوند وکړي، هره ټولنه د ژوند لپاره یو دبل مرستو ته اړمنه ده. حکومتونه د ټولنې د وګړیو ترمنځ علمي او هنري تبادلې ته د لارو چارو په برابرولو مسوول دي، نه دا چې پر وړاندې یې دېوالونه هسک کړي او د ډلو ټپلو په اور ملتونه سره بېل کړي، موږ له دنیا غواړو چې د علمي او هنري تجربو د تبادلې پر وړاندې رامنځته شوي دېوالونه ونړوي، پوهنتونونه او اکاډمیک مرکزونه د خپلو فکري تجربو تبادلې ته پرېږدي او له مخې یې خنډونه لرې کړي. د دنیا وګړي په پوهه او هنر سره راټولېږي، پوهه او هنر د وګړیو ترمنځ انساني ارزښتونه پالي، ژوند د انساني ارزښتونو نوم دی، دا چې کلونه وړاندې د دنیا په یو شمېر هېوادونو کې پښتو څانګې جوړې شوې وې، موخه یې همدا وه چې د افغاني ټولنې د وګړیو اړیکې له نورې دنیا سره د ژبې او زده کړې په وسیله ټینګې کړي، یو د بل په فرهنګ پوه شي، یو دبل درناوی وکړي، له دې لارې دوی په اسانه خپلې تجربې شریکولې، راشه درشه او راکړه ورکړه یې کوله. اوس د دنیا د یو شمېر هېوادونو د ختیځ پېژندنې په څانګو کې د افغانستان پېژندنې ور په تړل کېدو دی، په دې کې یو هم ګاونډی هېواد تاجکستان او بل هم ازبکستان دی. حکومتونه دې د خپل ورځني سیاست له مخې له علمي مرکزونو سره لنډمهالی چلن نه کوي، دغه مرکزونه دې پرېږدي چې ملتونه سره په پوهه او هنر نږدې کړي. دوی ته بویه چې د علمي او هنري تجربو د تبادلې لپاره په مخ کې پراته خنډونه لري کړي. د تاجکستان په ملي پوهنتون کې پښتو څانګه ۴۳کاله وړاندې جوړه شوې ده، خو اوسنی وضعیت یې د زغم وړ نه دی، لوستځای یې د وتلي پښتو پوه استاد صولتشاه میرګناف په نامه دی. هغه اوس مړ دی، څانګه اوس یو استاد لري، زده کوونکي یې هم کال په کال کمېږي، نو اوسنی وضعیت یې د اندېښنې وړ دی. حکومتونو ته بویه چې له دې څانګې سره علمي چلن وکړي، علمي چلن ملتونه او هېوادونه په انساني تار تړي. انسانیت لوړه مرتبه ده.
حکومتونه عبوري او لنډ مهالي وي، له علمي مرکزونو سره لنډمهالی چلن د ملتونو ترمنځ کرکې زیاتوي. دوی ته بویه چې د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو ترمنځ خنډونه لرې کړي. پرېږدئ چې انسانان یو له بله سره په علمي او هنري ژبه یو بل پوه کړي او دټولنو ترمنځ انساني اړیکې ټینګې کړي.
مننه دوکتور صيب کور دې ودان.
ټولې دې ښې او د کار خبرې کړي دي، کاش چې دا خلک پرې پوهه شي.