تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ ) د طالبانو د رژيم د کډوالو چارو وزیر “خلیل الرحمن حقاني” ویلي، هغه هېوادونه چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي او په بېلابېلو لارو یې افغانان وژلي، باید د جرمونو نړیوالې محکمې ته معرفي شي.
حقاني په پکتيا ولايت کې د مرستو د ويش په مراسمو کې زياته کړه: شوروي اتحاد او د هغې ټول غلامان که په هېواد کې دننه وي او که بهر، امريکا، ناټو او ټول هغه هېوادونه چې افغانستان يې ويجاړ کړ (په ننني حالت کې) مسوول دي. دوی باید افغانانو ته حساب ورکړي او د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د جرمونو د نړیوالې محکمې هڅې پيل شوي خو ویل کیږي، چې د ځینو هېوادونو د فشارونو له امله مخته نه دي وړل شوي.
له دې سره، د طالبانو منتقدین خپله دا ډله هم د جنګي جنایتونو یو لوی ادرس بولي او وایي دوی خپله په تېرو ۲۰ کلنو جګړو او ویجاړیو کې پراخ جنایتونه کړي او طالب مشران باید نړیوالې محکمې ته را کاږل شي.
افغانستان خو د جنګي جنايتونو لابراتوار دی. کوم يو به يې وڅېړل شي؟
بهرنی اړخ او که کورنی اړخ؟