Homeخبرونهد طالبانو لوی درستیز: داعش ډله په افغانستان کې د له منځه...

د طالبانو لوی درستیز: داعش ډله په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دی

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۰ )  د طالبانو د رژيم لوی درستیز فصیح الدین فطرت ادعا کوي، چې داعش په افغانستان کې کمزوری شوی او هره ورځ له منځه ځي.

هغه په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل: هغه محدود تخریبي فعالیتونه چې داعش په ځینو سیمو کې لري د اندیښنې وړ نه دي. دوی هیڅ نظامي جبهه نه لري او د پخوا داعش په افغانستان کې کمزوری شوی دی.

فطرت زیاته کړه: په هر حال د نړۍ ځینې هیوادونه په افغانستان کښې د دغې ډلې د شتون په اړه په تبلیغاتو د سیمې د هېوادونو او افغانانو اندیښنې زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا د مارچ په وروستیو کې ادعا کړې وه چې داعش به د دوبي په لومړیو کې له افغانستان څخه پر امریکا او لویدیځ برید وکړي.

دغه امریکايي جنرال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې فعالیتونه مخ په زیاتیدو بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه په تبلیغاتو تورنه کړې او د دې کار د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې وخت په وخت د داعش ډلې د بریدونو خبر ورکول کیږي،تر دې چې دغه ډله په تېرو درېیو میاشتو کې دوه ځلې کابل کې د بهرنیو چارو وزارت پر سړک مرګوني ځانمرګي بریدونه وکړل او هم یې بلخ کې د طالبانو والي د نوموړي په دفتر کې وواژه.

1 COMMENT

  1. ویل کیږی د طالبانو والی چي د کانال نهرونه یی په مړو ډک کړی وو ، ټولې وژنې یی د ایران د ظالمو حکامو لپاره تحفه وه حتی په نامه سلفی چي غیر له کتاب څخه یی کومه وسله یا تخریبی حرکت هم نه درلود، په سلهاوو ، اجرتی قصابانو وژلی ، دا کوم اسلام دی ؟ چي په مختلفو نومونو او حرکتی ټاپو
    افغان مومن ولس له قتل،ع نه مړیږی، دا ټول د اجرتی قاتل په رول کې مسلمان وژنه ده چي احمقان یی مرتکب کیږی او دا وژنې بلا دلیل د نورو د خوش خدمتی لپاره منحیث ملت وژنه دوام لری، هل هذا هوالاسلام ؟ یا کلاب الامه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...