شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبمطالعه، عشق او افسانه| عصمت الله صالح‎

مطالعه، عشق او افسانه| عصمت الله صالح‎

یو وخت چې محصل وم ډاکتر اجمل ښکلي به – چې له پوهنتون مخکې مې ورسره پېژندل – دغه خبره راته همېشه کوله: “عصمته مطالعه ډېره کوه، که یو ځل فارغ شوې بیا به درته د بوختیاوو له امله د کتابونو لوستل بېخي سخت وي.”
رښتیا هم محصل چې فارغ شي، یو ډول د مشرتوب احساس ورسره پیدا کېږي. دغه احساس بیا د وخت په تېرېدو په داسې هڅه اوړي چې پایله یې یوازې د مادیاتو پر پیدا کېدو تمامېږي، مانا ډېرې بې‌بنسټه تقاضاوې زېږوي. بې‌اساسه ځکه ورته وایم چې د ژوندکولو په فلسفه کې د معنویاتو نور پیکه کوي، او د سالم ژوند په‌پار ډېر دروني خوځښتونه، لکه ګټور اضطراب، عشق، جلال، جمال او… له اخلاقو سره هممهاله له ځنډ او خنډ سره مخوي. نو د دغه احساس د څار او کنټرول له‌پاره پکار ده چې هره شېبه مطالعه وشي، او د پیسو د پیدا کولو ترڅنګ پر بېلابېلو افکارو د علمیت او د افکارو د تولید لړۍ هم جاري وساتل شي.
مطالعه که په هره برخه کې وي، ګټه یې شته، مانا لوستونکي ته داسې انګېزه او ټکان ورکوي چې د ژوند د درست او صحیح تعرف په‌پار یې لکه ماشوم خبرو کولو ته هڅوي، او له خپلې ټاکلې محدودې یې راوتلو ته مجبوروي.
همداراز د کتاب لوستلو یوه بله ګټه پر هغو مسایلو پوهېدل دي چې سپړل یې په فردي تفکر تر ډېره ناممکن وي – یانې څو چې یې په اړه د نورو نظریات ونه لوستل شي، په یوه/ تش باور نه‌شي تشرېح کېدای، او انسان ته د آر قناعت او ډاډ وړ نه وي، مثلاً مینه. د مینې اساس ښکلا نه ده، خو مینه بې‌ښایسته اصلاً کېدای نه‌شي؛ عشق د عاشق ژوند تباه/ ګډوډوي، خو عشق دی چې پر عاشق د ژوند د خوږو څکه کوي؛ مینه مین ته ډار پیدا کوي، خو همدغه مینه ده چې د مین له ذهنه د هر ډول وېرې ګرد جارو کوي؛ او… ‌.
پورته کرښې که په لږ په غور ولولو، ضرور به پکې د ښکاره تضادونو د علت له‌پاره تفکر او مطالعې ته مجبورېږو، او په دې اړه د آندونو د تبادلې ضرورت حِسوو. ځکه زموږ له‌پاره به مینه لکه یوه سپینه کوتره غوندې وي چې آزاد آلوت کوي، مګر یوه بل کس ته به په اوسپنیز قفس کې هغه مرغه ښکاري چې هره شېبه یوازې د آزادۍ سندرې وايي او له بې‌بڼکو غاړې د سوز او خپګان سورې راوباسي. همداراز عشق ځینې د پادشاهۍ تر تخته رسوي، او له ځینو د کوڅو او پارکونو ملنګ جوړوي، لکه د ((ولې پناه شوې ته زما له سترګو)) د ناول کیسه.
دغه ناول د بغلان پوهنتون استاد، لیکوال، شاعر، ژورنالېست ګل رحمن رحماني لیکلی او سمون خپرندویې ټولنې تازه چاپ کړی. دغه کتاب ((ولې پناه شوې ته زما له سترګو)) د داسې انسان کیسه کوي چې مینې له ډاکټرۍ تر ملنګۍ رسولی، او خپلې ګرېل‌فرېنډ ته د نه رسېدو له وجې یې اته کلن تحصیل یوازې یوه افسانه ښکاري.
د دغه ناول هدف مینې ته سپکاوی نه، بلکې اصلاً له دغه مقدس دروني ځواکه (مینې) د سالمې استفادې الهام راکوي. مطلب ناول ډېر ښه لیکل شوی، ډېر جالبې (زړه‌وړونکې او زړه‌سوځوونکې) صحنې پکې راغلې. د کرکټر د ملګري له خوا په آشپزخانه کې د بوډۍ سوالګرې د بندي کولو او بیا د ژوندۍ سېزلو صحنه د هر لوستونکي له سترګو د هیاجان او خپګان اوښکې بهوي؛ په پارک کې د دغه ګډ وډ – بېروناً معتاد او یو پوډري، خو دروناً هماغه ډاکتر – استوګنه، لوستونکی رښتیا هم د ژوند په اړه غور او او مطالعې ته هڅوي.
نور نه غواړم چې د دغه کتاب هره صحنه دلته درته بیان کړم، تر دې ښه دا ده چې تاسو یې پاڼې واړوئ، او د مینې په اړه مو پخپلو برداشتونو کې لا د سمون ګوتې ووهئ. په پای کې استاد ګل رحمن رحماني ته مبارکي وایم، او د ده د فکر او خیال د لا غوړېدو په هیله یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب