څرخۍ په هوا شوه، فیض اباد ښار د لمر تازه وړانګو او روښانه هوا ته ښکلی ښکارېده، لوی او د ژوند تېرولو لپاره مساعد ښار دی، سیند، غرونو او «بام دنیا» هوټل یې ښکلا لا زیاته کړې وه. کوم ملګري ویل د سفر دعا وکړئ. بل وخندل او وویل: «د الوتکې او موټر دعا خو به فرق نه لري؟»
د څرخۍ دروازې خلاصې وې، منځ یې ډېر منظم نه و، خو زړه هم نه وه، لوړ او وېروونکی غږ یې درلود، له روانېدو وړاندې مې یو عکس واخیست او فېسبوک کې مې خپور کړ. کوم چا ورته لیکلي وو: پخوا به دې الوتکو سرتيري او د جګړې وسایل لېږدول، اوس استادان او د معارف مواد لېږدوي.
پر یفتل ولسوالۍ ووتو، نیم ساعت مو مزل وکړ، یو وخت مې لاندې پام شو چې د یوه شنه جهیل له پاسه روان یو، د دنګونو غرونو منځ کې را ایسار دی، له مرستیال پېلوټ یا تخنیکي کس مې وپوښتل چې دا کوم ځای دی؟ ویل یې د شیوا جهیل، لاجوردي رنګ او پرېمانه اوبه لري.
ټولو موبایلونه را واخیستل او له دایروي بندو کړکیو مو عکسونه واخیستل، خو د الوتکې غږ، لوړ او ژور حرکت وېرولو، یو د بل خبرې مو په سختۍ اورېدې، له شل پنځه ویشت دقیقې نور مزل وروسته د تاجکستان سرحد ته ورسېدو، ها غاړه کورونه منظم وو، څلور دېوالۍ یې نه درلودې، وسپنیز مایل پیکونه یې درلودل او د سیند پر غاړه پوخ او منظم سړک لیدل کېده چې خال خال موټر ورباندې روان وو.
د سیند او سړک پر سر له لس دقیقې مز ل وروسته چورلکې لاره بدله کړه، یوه کوچني پوځي مرکز ته را وګرځېده، دا یوه سرحدي پول ته نږدې د افغانستان سرحدي کمېساري وه، خو الوتکه له کمیسارۍ بهر د سیند پر غاړه چمن کې را ښکته شوه، په چمن کې څرېدونکو څارویو له وېرې شاوخوا منډې کړې، بکسونه او د ازموینې مواد مو ښکته کړل، موبایل مې را ویوست، ساعت څه کم اته بجې وې، خو د موبایلونو سینګالونه پرې وو، روشن او اتصالات شبکو کار نه کاوه، د تاجکستاني د شبکو نومونه په کې راتلل.
الوتکه بېرته پورته شوه، له پیلوټ او مرستیال سره مو د لاس په خوځولو مخه ښه وکړه، داسې مې حس کړه چې په یوه ژور ځای کې لوېدلي یوو، الوتکې په څو دورو کې ځان د غرونو څوکو ته اوچت کړ او عادي تګ ته سیخه شوه.
د سیند غاړې ته لاړم، دا لومړی ځل و چې امو سیند وینم، دواړو غاړو ته یې شنې او سپینې لویې استحکامي ډبرې لیدل کېدې، په یوه ډبره کېناستم، مخ او لاس مې ورباندې ومینځل، اوبه یې خوږې او یخې وې. امو سیند د اکسوس او اباسین په نامه هم یادېږي. په یوه لنډۍ کې راځي:
زما د علم په کار نه دی
د اباسین څپې دې یوسه کتابونه
لس شل دقیقې مو دمه جوړه کړه، ها خوا دې خوا وګرځېدو، د سرحدي قوماندنۍ له برجونو ساتونکو څارلو، خو څوک نه راتلل، څو شېبې وروسته د اردو او پولیسو دوه رېنجر راغلل، یو ځوان او پیاوړی کس ورڅخه را ښکته شو، بدخشاني پکول یې په سر و، له سرتېرو سره یې امریکايي وسلې وې، زه، د استخباراتو مسوول خالد او خپلواک یې مخې ته ورغلو، ورسره معرفي شوو، ښه راغلاست یې راته وویل، نوموړی د استخباراتو ځايي مسوول و.
له دوو نورو ملګرو سره مو مخه ښه وکړه او موږ اته کسان په دوو رېنجرو کې وختو، له شل دقیقې مزل وروسته د شغنان بازار ته ورسېدو، ځايي امنیتي مسوول راته ویل چې د پوهنې امریت ته ځی که د اغاخان دفتر ته ؟
استاد خپلواک صاحب ځواب: زموږ کوربه د پوهنې امریت دی یا باید په خپل لګښت کوم هوټل کې پاتې شو، چې دلته نشته، پر اغا خان دفتر حق نه لرو، خو بیا هم د کانکور ازموینې د شفافیت او بې پرېوالي د ساتلو لپاره به د اغاخان دفتر – چې یوه نادولتي اداره ده – زموږ لپاره ښه وي، څو خپل کارونه او چمتو والی ښه تنظیم کړلی شو.
د اغاخان دفتر ته ودرېدو، منظمه ودانۍ یې درلوده، څو دقیقې بهر ولاړ و، یو انجنیر راووت او وویل: دا زموږ د دفتر ودانۍ ده، کاري پرسونل په کې دي، تاسې باید بېرته شاته ستانه شی، یو دوه سوه متره شاته ودانۍ د مېلمستون ده. بېرته رېنجرو کې سپاره شوو، دا زما لومړی ځل و چې نظامي رېنجر کې سپرېدم. سړک خام او لوړ ژور و، یو درې پوړیزې منظمې ودانۍ ته ودرېدو، پنځه دقیقې وروسته دروازه خلاصه شوه، ور ننوتو، د مڼو د کوچني باغ منځ کې ښکلې ودانۍ مو مخې ته وه، ورننوتو، بیخي یوه لوکس هوټل ته ورته وه. مسوول کس راته ویل چې لومړی منزل تاسې ته ځانګړی شوی دی، اته خونې دي، دوه دوه په کې ځای پر ځای شی. مېلمستون او د ډوډۍ ځای درېیم منزل کې دی.
کالي مو ځای پر ځای کړل، استاد خپلواک ویل چې باید د بایومټریک پروسه چټکه پیل کړو، پرېکړه داسې وشوه چې استاد خپلواک، د بایومټریک مسوول خموش، امنیتي مسوول او د کونړ پوهنتون استاد کلیوال باید یو ځل چټک د بایومټریک محل وګوري، زده کوونکي وویني، ډاډ ورکري چې نور به انتظار نه پاتې کېږي، ځکه موږ باید پرون شغنان ته راغلي وی او اوسمهال دا پروسه پیل شوې وی. همداسې مو وکړل، موږ د کالیو ځای پر ځای کولو کار پیل کړ او دوی د پوهنې له امر سره د پوهنې امریت ته روان شول.
کالي مو ځای پر ځای کړل، زه استاد خپلواک صاحب او خالد صاحب یوه اتاق کې شوو، د بایومټریک مسوولین احمدضیاء روان، خموش صاحب او اېمل بله خونه کې شول، درېیمه کې بیا کلیوال صاحب او خپلواک صاحب وو. ښکلې منظمې خونې وې، هره یوه کې درې د خوب تختونه، ځانګړی حمام، د کالیو المارۍ او د حمام توکي لرل . بکسونه او د ازموینې مواد مو زما اتاق کې خوندي کړل، پرده مې کش کړه، د ځلانده لمر وړاندې را ولوېدې او مخامخ د تاجکستان پر سرحد د دنګ غره له پاسه د لمر روښانه وړانګې ځلېدې، په تخت اوږد وغځېدم، هوا یخه وه.
له کړکیو مې د شاوخوا غرونو او دنګو چینارونو تصویر ونه سترګو ته ولاړ وو، له ګردونو پاک او د لمر پر وړانګو مینځلي ښکارېدل، د بدخشان د غرونو او درو په ځانګړي ډول د شغنان د ښکلاوو په اړه اوږده موده سوچ وړی وم ، خوب او خیال ته ورته حالت کې وم چې دروازه ټک ټک شوه، ور ووتم، د دفتر کارکوونکی و:
- محترم! چای صبح تان آماده است، رییس هیئت و همکار تان از ساحه بایومتریک برګشته اند.
ور پاڅېدم، څلور واړه همکاران مو راغلي او د بایومټریک ځایونه یې مشخص کړي وو، خپلواک صاحب ویل چې چای په منډه څښو او کار شروع کوو، ځکه چې ټول بازار مراجعینو په سر اخیستی، د قدم اېښودو ځای نشته، خلکو ته باید مزاحمت ونه کړو.
همداسې مو وکړل، درېیم پوړ ته وختو، د ټیټ لرګین دسترخوان شاوخوا کېناستو، توده ډوډۍ، شات، پنیر او مربا اېښی وو، قهوه، شین چای او شیدي هم ورسره وې. ټولو چایونه په بیړه وڅښل، د پوهنې امر هم را ورسېده، چای یې وڅښه لاندې ښکته شوو، د بایومټریک ډلې خپل وسایل واخیستل، بهر د اغاخان دفتر له ځانګړو لنډ کروزر ډوله موټر يو ولاړ و، روان شو، شاته یو رینجر هم را پیدا شو، په کږه وږه او شګلنه لار چې اوبه هم ورباندې راماتې وې، د پوهنې امریت او د رحمت دولتي لېسې انګړ ته ورسېدو، په دروازه کې ګومارل شوو سرتېرو تالاشي کوله، د نجونو او هلکانو اوږده قطارونه ولاړ وو.
د لېسې ودانۍ دوه پوړه لرل، لومړی پوړ مو نجونو او پاس هم هلکانو ته ځانګړی کړ، د بایومټریک پروسه مو پیل کړه، باید ۱۲سوه تنه داوطلبان مو تر مازدیګره ثبت او بایومټریک کړي وی، موږ ددې لپاره درې تخنیکي کسان او د بایومټریک د ثبت پنځه – شپږ دستګاوې لرلې، نورو ته د لین د تنظیم او د اسنادو د چک او په کې د ستونزې پر مهال د حل لارې موندلو چارې را په غاړه وې، ما د نجونو پر محل د څار مسوولیت پر غاړه واخیست او کار مو په چټکۍ پیل کړ، بل کار مو دا وکړ چې هر څوک به له بایومټریک خلاصېدل، نو د رهنما یا لارښود اتاق ته مو معرفي کول، هلته به ما، استاد زاهد او استاد کلیوال په خپل نوبت دېرشو او څلوېښتو کسانو ته په نوبت نوبت د سبانۍ ازموینې په اړه تخنیکي معلومات ورکول چې څنګه د ځوابونو پاڼه او څانګه انتخاب کړي، له نېکه مرغه چې اکثره یې له وړاندې پوهېدل او د کانکور چمتو والي پروګرامونو کې یې ډېر څه زده کړي وو. خپله د پلاوي مشر خپلواک صاحب هم پر ستړیا سربېره پنځو شپږو ګروپونو ته تخنیکي لارښوونه وکړه.
لنډه دا چې یوه سخته ورځ مو پیل کړې وه او په اوږدو قطارونو کې تر غرمې پورې هېڅ کمښت نه لیدل کېده. په عمومي ډول د یوه کس بایومټریک کېدو له دوو تر درېیو دقیقو وخت نیوه، له نېکه مرغه چې دا پروسه په خیر تر سره شوه.
(ادامه لري)
تیره برخه
اباسین د سند یا سیحون او امو د جیحون بل نوم دی!
د طیاری قصه اوس ډیره جالبه نده اوس ډیر خلک طیاری سره بلد دی کاشکی دی لیکلی وای چی دا خلک څومره معارف پروره دی او نجونی یی څومره تعلیم سره علاقه لری دخپلی سیمی د ونو بوټو څنګه ساتنه کوی، سیاسی شعور او خپل منځی وحدت یی څنګه دی زیارګالنه کی څنګه دی یوبل خو به هره ورځ نه وژنی پښتنو غوندی خو به دمعارف ضد او په تروبورګلوی اخته نه وی یعنی د میلمستون ، باغ او طیاری په عوض اوس موږ پښتنو ته دغه مقایسوی شعور د نورو قومونو معلومات ډیر ضرور دی چی له خپل جهالت را پورته شو، موږ خو ایله تربور ګلوی وکو او نجونو ته مکتبونه وتړو شفاخانی او پلونه والزوو او یوبل کاپران کو فکر کوم چی شغنانیان به داسی نه وی
دې خلکو ته په حقیقې ډول کار شوې، خلک یی د دنیوي علم څخه هم برخمن دی، دطبیعت هره ښکلا دغلته شته دی.