جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهپارکونو ته د ښځينه وو پر تګ بندیز له منفي غبرګونونو سره...

پارکونو ته د ښځينه وو پر تګ بندیز له منفي غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:(پنجشنبه، د عقرب نولسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د امر بالمعروف وزارت له لوري پارکونو ته د ښځينه وو پر تګ بندیز له توندو غبرګونونو سره مخ شوی.

راپورونه وايي چې د کابل په ګډون په مختلفو ولايتونو کې د طالبانو ید امربالمعروف وزارت د پارکونو مسوولينو ته د ښځينه وو د ورتلو د مخنيوي امر کړی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند رويټرز اژانس ته له نورو جزيياتو پرته همدومره منلې، چې پارکونو ته د ښځينه وو پر تګ یو لړ محدوديتونه وضع شوي دي.

د طالبانو دغه پریکړه د خلکو له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

د ننګرهار پخواني والي ضياء الحق امرخېل په دې اړه لیکلي:«ډیرې خویندې/میندې،د ډاکټرانو په مشوره،د روغتیا لپاره پارکونو ته تللې او قدم به یې واهه؛خو دا حق يې هم سلب شو.نورو هیوادونو کې هڅه دا وي چې خپل خلک نور هم سوکاله او خوشاله کړي؛ خو دلته بیا پرې د ژوند کړۍ لا پسې تنګیږي.

پکار خو دا وه چې د میرمنو د بنیادي ستونزو پر حل تمركز کیدلی.»

د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب بیا لیکلي؛«‏ طالبان ځانونه د خدای استازي ګڼي، خو له د زده کړو او کار تر څنګ له مېرمنو د هغوی د ژوند او صحت د بقا حق هم اخلي. دوی باید دا هېر نه کړي چې استبدادي ډلې او واکمنان د یوې لنډې مودې لپاره ملتونه تر فشار لاندې راوستی شي خو وخت راځي چې دا ملت راپورته کېږي او له استبدادي ډلو بیا د پټېدو ځای هم ورکېږي.»

د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ورزش يا پلي ګرځیدو فرهنګ ډېر کمزوری دی او په خاص ډول ښځینه ډېره کمه پاملرنه ورته کوي.

روغتیا پوهان باور لري، چې د طالبانو دا پریکړه به د ګڼو منع شویو ناروغو مېرمنو پر روغتيا بدې اغېزې وکړي.

4 COMMENTS

  1. جناب ملا امر بالمعروف؟
    زموږ ملت ،ټول امت ، معتبر علما او مدارس د اسلامی نړی دا نشی منلی چې؛ ټول عمر ستا تربګنت دِ ښځو سره ومنی،یا د هغوی ښځی د تاسو دِ ښځو موقف ته راپریوزی،یاماقبل اسلام ذهنیت ،تحقیر او یا لوبی په اسلام او انسانیت درسره قبولی کړی ۰
    دا ډول دریځ بی له ملاتړ دملت ،امت او اهل الذِکر، کیدای شی دوه صورت ولری ؛
    ۱ـ سالم او جامع فهم نه درلودل۰
    ۲ـ قصداََ د بادارانو غلط درس او اوامر تحمیلول د وزارت په بدل کی؛حال دا چې ؛معصیت کی اطاعت نشته۰
    بیا هم امر بالمعروف ډیره پراخه ساحه د کار لری، ځینی یی زه درښیم۰
    په ایت یی درته شروع کوم۰
    ـ اتامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم۰۰۰۰۰
    ـ د ملت شکنجه او تحقیر نه د طالبانو پاکول۰
    ـ امانات اهل او متخصصینو ته سپارل ځکه یواځی د جنګ په ملګری اتکا ،ملت ته شکونه ایجادوی او ملی امانات ضایع کیږی ۰
    ـ اوس هم طالبان لکه د جمهوریت نازولی لس الی شل چنده لوړ معاشات اخلی،ایا دا عدالت دی؟
    ـ د دوهم، دریم او څلورم ودونو مسابقه ،زرګران او مغازو لرونکی یی په انډوخر تنګ کړی ۰
    ـ د نسوار،یالونو او وحشیانه برخوردونو مخه ونیسی،اسلامی تربیت او سړیتوب ته رشد ورکړی۰
    په سلګونو اهم ترک شوی فرایض او واجبات را ژوندی کړی کوم چې تر اوسه په فردی ،اجتماعی او ادارو کی یی اثر نشته۰
    دا د ښځو سره جاهلی تربګنت او تعصبات نور د جنون سرحد ته اوړی؛ملا ستړی او خدای ناراضه۰
    علاج او مراجعه اهل الذِکر ته ضروری ده او د امارت د بار وړلو د پاره ډیر نور تیاری ،علم او تربیت ته
    اړ یو ۰

  2. سلامونه ، هروخت مې پردى فکرکاوه چې دغني خان ولي دومره دملا سره ورانه وه ؟ اويادکوټي يو بل شاعر و دشوق په نوم هغه به ويل ، زه دپښتو ن ملا ترشا لمونځ نه کوم اوس پوه شومه چې پښتون ملا ياني زن ستيز جاهل اوخودخواه

  3. ملا هيڅ ملامت نه ده ملا چي ده موږخپله مست کړي دی که چيرته موږ بلخصوس پښتانه له ملا لاس واخلي ځوک به يي په ازان روزه هم ماته نه کړي ملا روحاني نه بلکي ټولنيزه ناروغي ده څوک چي ور نيزدي شوي هغه روحي ناروغه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب