یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهپېښور ته کډوال شوي افغان«نرښځيان» له ګڼو ستونزو سره مخ دي

پېښور ته کډوال شوي افغان«نرښځيان» له ګڼو ستونزو سره مخ دي

تاند:(پنجشنبه، د عقرب نولسمه)‏‌ د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د پښتونخوا پېښور ته تللي افغان « نرښځیان» له ګڼو ستونزو شکایت لري.

د‌ پېښور د «نرښځيانو» يو فعال نمکين ويلي چې يوازې دغه ښار ته د طالبانو له واکمنيدو وروسته شاوخوا شل راغلي افغان «نرښځیان» له دوی سره په اړيکه لري او وايي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نمکین د دوی په حواله ویلي چې پخوا له جنسي ځورونو ځوریدل، خو اوس د طالبانو له واکمنيدو سره د مرګ ګواښ هم ورته پېښیږي.

يوه افغان «نرښځي» رسنيو ته په هېواد کې د خپلو ايسارو همجنسانو په اړه انديښنه ښودلې او ویلي چې د امر بالمعروف ادارې له وېرې ژوند او ګرځیدل ېې ستونزمن شوي او په پټه ژوند کوي.

افغان «نرښځيانو» ويلي، چې په پاکستان کې د پولیسو د ځورونې له امله خپل هویت نه شي افشا کولای، ځکه ناوړه چلند ورسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې يو شمېر افغان «نرښځیانو» څو ځلې د لاریونونو په کولو له یو شمېر هېوادونو څخه دوی ته د پناه غوښتنې غږ کړی.

د طالبانو حاکمه اداره بیا په عمومي ډول په هېواد کې هیچا ته د دوی لخوا خطر پېښیدل نه مني او له بهر ته تللو افغانانو هم غواړي چې هېواد ته ورستانه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب