جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپښتونخوا کې يوه فرهنګي مرکز ځوانانو ته د موسیقۍ د آلاتو زده...

پښتونخوا کې يوه فرهنګي مرکز ځوانانو ته د موسیقۍ د آلاتو زده کړې پیل کړې

تاند:(پنجشنبه، د عقرب نولسمه)‏‌ د پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مفکوره په نوم یوه فرهنګي مرکز ځوانانو ته د موسیقۍ آلاتو د زده کړو لړۍ پیل کړه.

د دغه مرکز مشر حیات روغانی وايي چې د دغه کار هدف د پښتو موسیقۍ د ودې لپاره د ښو هنروالو روزنه ده.

د نوموړي په وينا، په دې روزنيزه لړۍ کې د کوزې او برې پښتونخوا د موسيقۍ مختلف استادان ځوانانو ته د موسیقۍ روزنه ورکوي.

د موسيقۍ څېړونکو دا ګام ستایلی او ویلي، په داسې شرايطو کې چې په افغانستان کې د طالبانو ادارې موسيقي او هنر منع کړي، پښتونخوا ته بیا د پښتو موسیقۍ او هنرونو د ژوندي ساتلو لپاره د ډېرو هڅو سترګې اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...