جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهکابل ته د نويو بانکنوټونو رسیدل؛‌‌ د ښه حفاظت په اړه ېې...

کابل ته د نويو بانکنوټونو رسیدل؛‌‌ د ښه حفاظت په اړه ېې کمپاين هم پيل شوی

تاند:(پنجشنبه ،د عقرب نولسمه)‏‌ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سرچينو کابل ته د نويو چاپ شويو افغاني بانکنوټونو د لومړۍ جوپې د رسېدو خبر ورکړی.

د دغو تازه رسیدلو پيسو شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

ځينو باوري سرچينو تاند ته ویلي، چې افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه مخکې هم د بانکنوټونو له کمښت سره مخ و او افغانستان بانک ېې د چاپ هڅه کوله.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، نوي چاپ شوي بانک نوټونه هم د هماغو هڅو دوام دی او په ډېر ګومان نوي بانکنوټونه د افغانستان د مخکینیو چارواکو له لاسلیکونو او د جمهوري نظام له نوم سره چاپيږي.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تازه چاپ شويو افغاني بانکنوټونو ټول شمیر شاوخوا ۳ میلیارده ښودل شوی.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټام ويسټ څه موده مخکې وويل، چې د افغانستان نوي بانک نوټونه د دوی په همکارۍ په پولینډ هېواد کې چاپ شوي دي.

د نویو بانکنوټونو د چاپ له اعلان سره هم مهاله، د ټولنیزو رسنیو يو شمېر فعالانو د یوه کمپاين له ترسره کولو سره له خلکو غوښتي چې د پیسو د ښې ساتنې لپاره جیبي بټوې وکاروي او په دې برخه کې خپل ملي مکلفیت تر سره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب