تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۹مه) میټا کمپنۍ، چې فیسبوک ورپورې تړلی دی، خپل ۱۳ سلنه کارکوونکي، چې ۱۱۰۰۰ تنه کېږي، له کاره باسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا په روان کال کې د یوې سترې کمپنۍ له لوري د خپلو کارکوونکو د کمولو تر ټولو لوی شمېر دی. د میټا، چې د فیسبوک مور شرکت بلل کېږي، لګښتونه زیات شوي او په انلاین اعلانونو کې یې بازار نسبتاً سوړ شوی دی.
دا د میټا په ۱۸ کلنه تاریخچه کې لومړی وار دی چې دومره ډېر کارکوونکي له کاره باسي.
تر دې وړاندې د ټویټر او مایکرو سافټ په شان د ټکنالوژۍ سترو شرکتونو خپل ګڼ شمېر کارکوونکي ایستلي وو خو په یو وار دومره کسان بلې کمپنۍ نه و اخراج کړي.
د کرونا وبا له خپرېدو سره د ټکنالوژۍ شرکتونو عاید زیات شو خو سږ کال، چې پر کاروبار د کرونا اغیز پای ته رسیدلی، انقلاسیون زیات شوی او په نتیجه کې یې بانکي سود لوړ شوی او له دې کبله د ټکنالوژۍ شرکتونو تاوان کړی دی.
البته د دې تاوان مطلب دا دی چې د ټکنالوژۍ کمپنیو هغه ګټې وټې کمې شوي چې د کرونا په دوره کې یې په برخه کېدې خو تر هغه حالته یې ګټه کمه شوې نه ده چې تر کرونا وړاندې په عادي حالت کې وه.
د میټا شرکت عمومي رييس مارک زاکربرګ خپلو مامورینو ته په یوه پیغام کې لیکلي:«نه یوازې انلاین راکړه ورکړه پخواني حالت ته بېرته ګرځېدلې، بلکې اقتصادي سوړبازاري، د رقابت زیاتېدا او د اعلانونو کمېدا ښيي چې عواید تر هغې اندازې کم شوي چې ما یې اټکل کړی و. زه په خپل اټکل کې تېروتی وم او مسوولیت یې منم.»
میټا همداراز پرېکړه کړې چې خپل لګښتونه کم کړي د راتلونکي کال په لومړیو درو میاشتو کې نوي کسان ونه ګوماري.
میټا شرکت خپلو هغو کارکوونکو ته چې ځواب کړي یې دي، د ۱۶ اوونیو معاش او د هر کال کار په بدل کې د ۲ اوونیو اجوره ورکوي.
د سږ کال د سپټمبر تر پایه پورې د میټا د ټولو کارکوونکو شمېر ۸۷ زره ۳۱۲ تنه وو.