جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهکابل ته نوي چاپ شوي افغاني بانکنوټونه راورسیدل

کابل ته نوي چاپ شوي افغاني بانکنوټونه راورسیدل

تاند(پنجشنبه، د عقرب ۱۹) د افغاني بانکنوټونو لومړۍ جوپه پرون (چهارشنبه) کابل ته راورسېده، او ټاکل شوې ده چې بله جوپه یې نن راورسیږي.

د افغانستان بانک چارواکو تر دې دمه نه دي ویلي چې پرون څومره افغانۍ کابل ته راورسیدې او نن به څومره نورې راورسیږي.

تر دې وړاندې د افغانستان بانک پخواني سرپرست وحید نوشیروان پر خهپله فیسبوکپاڼه کښلي و چې ژر به نوي افغاني بانکنوټونه د افغانستان بازارونو ته وړاندې شی.

د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیه وايي، کابل ته د نویو بانکنوټونو راتګ به د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ پر ارزښت اغېز ونه کړي.

د دوی په وینا د نویو افغاني بانکنوټونو راتګ به مرسته وکړي چې خلک پر افغانیو راکړه ورکړه زیاته کړي.

تر دې وړاندې یو شمېر خلکو شکایت کړی و چې افغاني بانکنوټونه کم موندل کېږي او که پدیا هم شي نوټونه ډیر زاړه او خوړین شوي دي.

له همدې کبله کابل ښاریانو له افغانستان بانکه غوښتنه کوله چې نوي بانکنوټونه بازار ته راوړي.

د کابل یوه اوسېدونکي حسیب الله تاند ته وویل، «کشکي نوي بانکنوټونه ژر تر ژره وویشل شي چې په بازار کې د زړو بانکنوټونو ځای ونیسي.»

د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د نویو بانکنوټونو نشتوالي د افغانستان بانک اعتبار ته زیان رسولی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل، «اوس چې نوي بانکنوټونه چاپ شوي، دا یو نړیوال تضمین دی او دا به د افغانستان بانک اعتبار زیات کړي او د افغانستان اقتصاد به ښه کړي.»

تر دې مخکې د افغانستان د وجهي صندوق یوه غړي شاه محمد محرابي ویلي و چې د پولنډ د امنیتي چاپ چارې (PWPW) په پام کې لري چې د یوې میاشتې په ترڅ کې نوي افغاني بانکنوټونه افغانستان ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ یوه ورځ وړاندې په یوه انلاین کنفرانس کې ویلي و چې په ۲۴ ساعتونو کې یې په افغانستان کې د دوو معاملو اجازه ورکړې ده چې یوه یې د نویو افغاني بانکنوټونو چاپ  دی چې د افغانستان بانک یې لګښت پرې کوي.

ده همداراز وویل چې ژر به دا بانکټونه کابل ته ورسیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب