Homeخبرونهاقتصادي خبرونهسپین بولدک کې د اوبو یو بند جوړ او پرانيستل شو

سپین بولدک کې د اوبو یو بند جوړ او پرانيستل شو

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ د کندهار‏په سپین بولدک ولسوالۍ کي د اوبو یو بند جوړ او پرانیستل شو.

د ځایي چارواکو په خبره، پر دغه بند، چې د سپین بولدک ولسوالۍ په مرغۍ کلي کې د ښاروالۍ له خوا جوړ شوی ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی.

 د سپین بولدک ولسوالۍ د ښاروالۍ انجینر حیات الله حزم وویل،چې ۱۰ زره کورنۍ به د دغه بند له اوبو څخه استفاده وکړي.

د هغه په وینا د دغه بند اوبه د ځانګړو ماشینونو په وسیله تصفیه او بیا به تر کورونو رسیږي.

په وروستيو کې له کندهار څخه د داسې بندونو د جوړېدو خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...