تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۸مه) د افغانستان کرکټ بورډ وايي، متحده عربي اماراتو په ښو شرایطو خپل یو لوبغالي ورسپاري چې افغانستان پکې د کوربه هیواد په توګه له نورو لوبډلو سره سیالۍ تنظیم کړي.
د کرکټ بورډ په وینا، له ډېر وخته افغانستان د کوربه توب لپاره د ځای ستونزه لرله او په تېرو دوو کلونو کې یې یوازې له هالنډ یا نیدرلنډ سره په خپل کوربه توب په قطر کې څو سیالۍ کړي دي.
پخوا د افغانستان ټیم د متحده عربي اماراتو له لوبغالو او د هند له یوه لوبغالي څخه کار اخیست. خو کرکټ بورډ وايي چې د متحده عربي اماراتو شرایط هغه مهال سخت و ځکه چې د سنکشن په نوم یې شاوخوا یو لک ډالره فیس ورڅخه اخیست چې دا د افغانستان لپاره ګرانه تمامیده.
د کرکټ بورډ ویندوی فرید هوتک نن (چهارشنبه) رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي، متحده عربي اماراتو موافقه کړې چې د نوي قرارداد پر اساس به د سنکشن په نوم فیس نه اخلي او همداراز به د ویزو د ورکولو په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي.
همداراز متحده عربي اماراتو منلې چې د افغانستان کرکټ بورډ ته د دوبۍ په سپورټ ښار (سپورټس سیټي) کې یو دفتر ورکړي.
فرید هوتک زیاته کړې چې له دې ایسته به د افغانستان په کوربه توب ټولې سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې کېږي او په مقابل کې به یې د افغانستان ملي لوبډله هر کال د متحده عربي اماراتو له ټیم سره درې سیالۍ ترسره کوي.
د دغو سیالیو د مصرف ډېره برخه به هم د متحده عربي اماراتو په غاړه وي.
په کرکټ بورډ کې یوې سرچینې تاند ته وویل چې تراوسه پورې دا موافقه دواړو خواوو لاسلیک کړې نه ده خو تمه ده چې ژر لاسلیک او نهايي شي.