Homeخبرونهزابل کې د تازه رغول شوي پل یوه برخه بیرته خرابه شوې

زابل کې د تازه رغول شوي پل یوه برخه بیرته خرابه شوې

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ د زابل ولايت د بسکې پل، چې د ترکېې د ۷۷ په نوم ساختماني شرکت له لوري تازه رغول شوی، د يوې برخې د ويجاړیدو خبر یې ورکړل شوی.

د دغه پل د خرابې شوې برخې ځینې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي او د طالبانو منتقدینو د دوی په واکمنۍ کې هم د فساد د موجودیت ادعاوې کړي.

د طالبانو د فوايد عامې وزارت ویاند حمیدالله مصباح په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه داسې غبرګون ښودلی:«د بسکې پل

 د ۷۷ترکي ساختماني شرکت لخوا افغانانو ته د ډالۍ په توگه جوړ شوی ، لاندینۍ برخه ديوال يې يوه افغاني شرکت ته په قرارداد ورکړی، چې متاسفانه هغه شرکت غير معياري کار کړی وو.»

نوموړي ویلي، دا چې د ياد پل پايې هم ترکي شرکت پخپله جوړ کړي، له دې کبله پل ته هيڅ تاوان نه رسېدلی او يوازې لاندینۍ ژۍ يې تخريب شوی.

د طالب ویاند په وینا ،ياده موضوع جدي تعقیب شوې او ۷۷ ترکي ساختماني شرکت بيرته نړیدلې ساحه پخپله په معياري ډول جوړوي.

هغه ډاډ ورکړی، چې د قرارداد له نقضونکي شرکت سره به جدي چلند وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...