جمعه, فبروري 6, 2026
Home+پاکستان د نیوزیلنډ په ماتولو پایلوبې ته ووت

پاکستان د نیوزیلنډ په ماتولو پایلوبې ته ووت

چهارشنبه، د عقرب ۱۸مه) د کرکټ په نړیوال شل اوره جام کې د پاکستان ټیم د اټکلونو خلاف نن نیوزیلنډ ته په نیمه پایلوبه کې ماتې ورکړه او ځان یې پایلوبې ته ورساوه.

نیوزیلنډ چې ۱۵۲ منډې کړې وې، پاکستان د ۳ لوبغاړو له سوځېدو وروسته په نولسم اور کې پوره کړې او په ۵ بالونو یې نیوزیلنډ ته ماتې ورکړه.

د پاکستان لپاره تر ټولو ښه بیټنګ محمد رضوان وکړ اود لوبې غوره لوبغاړی هم وپېزندل شو. ده په ۴۳ توبونو ۵۷ منډې وکړې. په باولینګ کې بیا شاهین اپریدی اغېزمن لوبغاړی وپېزندل شو. ده د نیوزیلنډ دوه مهم لوبغاړي وسوځول.

د انګلیستان او هند ترمنځ له سیالۍ وروسته به څرګنده شي چې پاکستان په پایلوبه کې له کوم ټیم سره مخامخ کېږي.

له دې سره هممهاله د پاکستان د نجونو د کرکټ لوبډلې آیرلنډ ته په ۵ ویکټونو او ۱۷ پاتې توپونو ماتې ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...