یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهروسيې د ټول شموله حکومت نه جوړول مسکو ناستې ته د ط-انو...

روسيې د ټول شموله حکومت نه جوړول مسکو ناستې ته د ط-انو د نه بللو اصلي دليل وباله

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یو ځل بیا له دې ټينګار سره، چې طالبان دې په افغانستان کې له قومي او سياسي پلوه پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي، د مسکو فارمټ په نوم د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو کیدونکې غونډې ته د طالبانو د نه بللو اصلي دليل د همداسې حکومت د جوړولو په اړه پر خپلو ژمنو د طالبانو نه عمل وباله.

سرګي لاوروف دا څرګندونې له خپل هندي سيال سوبرامانیام جی‌شنکر سره په ګډه خبري غونډه کې کړي دي.

یاده خبري غونډه د مسکو ناستې په اړه د روسیې او هندوستان د بهرنيو چارو وزيرانو له مشورتي غونډې وروسته تر سره شوه.

د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب د سیمه ییزو هېوادونو دغه غونډه د روانې نومبر مياشتې په شپاړسمه نېټه تر سره کیږي.

 چین، هندوستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان هغه هېوادونه دي، چې استازي به ېې په دې ناسته کې ګډون ولري.

د روسیې په کوربه توب د دې لړۍ په تېره لومړۍ غونډه کې د طالبانو د حاکمې ادارې استازي هم بلل شوي وو.

طالبانو ویلي، چې د دوی له ګډون پرته به داسې غونډې بې پايلې وي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر بيا ويلي، چې د يادې غونډې پايلې به طالبانو سره شریکې کړي.

1 COMMENT

  1. پنجابیان به د افغانستان په وکالت او نیابت هلته خپل نظر وړاندې کړي . ډېر تشویش مه کوئ . ملا صاحب متکي خوب وړی دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب