تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۸مه) ساینسپوهانو یو نوی تور سوری (Black hole) کشف کړی چې له مځکې ۱۵۶۰ نوري کاله لېرې دی.
د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، دا کشف شوی تور سوری (Gaia BH1) نومول شوی او په یوه غبرګه منظومه کې یې څرک لګول شوی چې بل ستوری یې د لمر غوندي دی.
د امریکا د ماساچوسیټ د فزیکي څېړنو د مرکز څېړونکي کریم البدري او د جرمني څېړونکي ماکس پلانک د دې کشف په اړه ویلي:«که څه هم تر دې مخکې د داسې منظومو په اړه ادعاوې شوي خو ټولې وروسته رد شوې وې. دا لومړی ځل دی چې د شیدولار کهکشان ته نژدې د یوه تور سوري د شاوخوا په پراخ مدار کې لمر ته ورته یو ستوری په څرګند ډول کشف شوی دی.»
د نجوم د علم څېړونکي باور لري چې د شیدو لار په کهکشان کې ۱۰۰ میلیونه ستر تور سوري شته چې د لمر په پرتله هر یو له ۵ تر ۱۰۰ برابره ستر دي.
پنجابیان به د افغانستان په وکالت او نیابت هلته خپل نظر وړاندې کړي . ډېر تشویش مه کوئ . ملا صاحب متکي خوب وړی دی .