یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغان پانګې په جذبولو سیالۍ؛ دا ځل ازبکستان ورته خپل امتیازات...

د افغان پانګې په جذبولو سیالۍ؛ دا ځل ازبکستان ورته خپل امتیازات اعلان کړل

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د افغان پانګوالو د پانګو د جذبولو لپاره د سیمې او نړۍ د مختلفو هېوادونو ترمنځ سیالۍ زیاتې شوي.

خپاره شوي معلومات ښيي، چې يوه د پام وړ برخه دغه پانګه د جمهوري نظام له سقوط څخه لا وړاندې ترکېې هېواد افغان پانګوالو ته د استوګنې د ځانګړو ويزو په ورکولو جذب کړې وه.

له هغې وروسته ايران او پاکستان هم په دې برخه کې خپل تشويقي امتیازات اعلان او يوه لويه برخه نوره پانګه له افغانستان څخه وويسته.

اوس ازبکستان اعلان کړی، چې د افغانستان حیرتان بندر ته څېرمه په ګډه پوله کې ېې يو سوداګريز مرکز پرانیستی او افغانانو ته د پانګونې فرصت ورکوي.

د ازبکستان یوه اقتصادي مقام ويلي، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د تولید، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي.

ازبکستان ویلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ویزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای شي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سیمو ته له ویزې پرته د تګ اجازه نه لري.

سره له دې، چې د طالبانو حاکمه اداره په افغانستان کې د امنيت تامينولو ته په اشارې بهر مېشتي افغان پانګوال هم په هېواد کې پانګونې ته بولي، خو په هم مهاله توګه له افغانستان څخه د سلګونه ميليونه ډالره پانګې د ویستو خبرونه دوام لري.

د نړیوالو لخوا د طالبانو د ادارې په رسميت نه پېژندل، د دوی سرسخت قيودات او د ژوند ټولو چارو ته د ملایانو له نظره کتل او قوانین برابرول او پر راتلونکي د خلکو بې باوري له افغانستان څخه د پانګې د فرار اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب