Homeخبرونهایران:د ط- انو له مخالفانو ملاتړ نه کوو

ایران:د ط- انو له مخالفانو ملاتړ نه کوو

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ په افغانستان کې د ایران شارژدافیر حسن مرتضوي په یوه غږیز کلپ کې د طالبانو د حاکمې ادارې د مخالفانو په نه ملاتړ ټينګار کړی.

د راپورونو له مخې، دغه غږیږ کليپ بلخ ته د ایران د شارژدافیر د سفر اړوند دی.

نوموړي طالبان له ۴۰ کلونو وروسته د افغانستان د ازادۍ ګټونکي او د امنيت تامینونکي ياد کړي.

د ايران شارژدافیر په دې کلیپ کې دا هم ویلي، چې هېواد ېې له ډېرو کلونو راهيسې طالبانو سره اړیکې او ملاتړ درلود.

د ایران دغه شارژدافیر چې مخکې د سپاه پاسداران استخباراتي ځواک مهم غړی و، امریکا په افغانستان کې د طالبانو د ناکامولو په هڅو تورنه کړې او د دغو هڅو د ناکامولو لپاره ېې د طالبانو په ملاتړ ټينګار کړی.

ايران مخکې د طالبانو د ملاتړ تورونه رد کړي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کيږي د طالبانو د یو شمېر مخالفو وسله والو ډلو ځینې لوړپوړي غړي ایران کې دي او له هغه ځايه ېې پر ضد فعاليتونه سمبالوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...