Homeخبرونهد درې میلیونه نویو پاسپورټونو د چاپ خبر ورکړل شوی

د درې میلیونه نویو پاسپورټونو د چاپ خبر ورکړل شوی

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ د افغانستان د پاسپورټ ادارې لپاره د طالبانو چارواکو د درې میلیونه نویو پاسپورټونو د چاپ خبر ورکړی.

 ‏‏د‌ دغې ادارې یوه مقام نورالله پتمن ویلي، چې د دغو پاسپورټونو له چاپ او د پاسپورټ ادارې د ماشینونو د تخنیکي ستونزو له حل سره به د پاسپورټونو د وېش چارې بیا پیل شي.

په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش چارې له شاوخوا یوې مياشتې راهيسې درول شوي.

په دې موده کې بیا د خلکو شکایتونه زيات شوي او د ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.

خلک د پاسپورټ ریاست له لوري د پاسپورټونو په وېش کې د پراخ فساد ادعاوې هم کوي، خو طالبان ېې ادعاوې بې بنسټه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...