یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+«کامیابي ستاسې لارې څاري»

«کامیابي ستاسې لارې څاري»

 «کامیابي ستاسې لارې څاري، ته ناکام نه یې یوازې کامیابي دې ځنډېدلې» پښتو ته تازه ژباړل شوی اثر دی. کتاب د اردو ژبې مشهور هڅوونکي ویناوال قاسم علی شاه لیکلی او اغلې منزه غفورزۍ ژباړلی دی.

یاد کتاب چې په خواله رسنیو کې یې پراخ هرکلی شوی، ۱۸۶ مخه دی. په کتاب کې په ټولنیز ژوند کې د بریالیتوب د لارو چارو په هکله لوستلی شئ. 

اغلې غفورزۍ په راتلونکي کې د نورو ښو کتابونو د ژباړلو اراده هم لري. 

د کتاب له متنه: 

 “ژوند هغوی ته محدودې پایلې په لاس کې ور کوي، څوک چې محدود فکر کوي.” 

 “د زوکړې او مرګ تر منځ وخت ته ژوند وایي، یعنې هغه وخت چې همدا نن يې موږ لرو همدا ژوند دی.

 “تاسې خپل رنګ، نسب، د زېږېدو ځای، قد و څېره، والدين، د ماضي تېروتنې، موسم، د ټول هېواد وضعیت، د خلکو بد چلند او بدني کمزورتیاوې نشئ بدلولی، ځکه نو په دې اړه د فکر کولو پر ځای پخپل چلند، باورونو، پوهې، صلاحيتونو او د خپلې نړۍ بدلولو په اړه فکر وکړئ.

 “په اصل کې ګیلې کول د ناپوهۍ نښې دي. د ملګرو په بېوفایۍ ګيله کوونکي دې پخپلې ناپوهۍ خپګان وکړي چې له یوه بېوفا انسان سره یې ملګرتیا کړې وه.

 “هوښیارتیا د احمقو انسانانو د حماقتونو زغملو څخه تر لاسه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب