یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+ژوندي خلک؛ د شغنان یونلیک | ګل رحمن رحماني

ژوندي خلک؛ د شغنان یونلیک | ګل رحمن رحماني

د مازدیګر لمر د دنګو غرونو له څوکو خپله لمنه ټولوله، د بدخشان ولایت  د شنغان ولسوالۍ په بازار کې له خپلو ملګرو سره د یوې هټۍ مخته ولاړ وم، دا بازار له لویدیځ نه ختیځ خواته پر یوه مایله ډډه ودان شوی، خټین او ساده دوکانونه لري، څنډې ته یې د ولسوال دفتر او  بلې خوا ته یې د پوهنې امریت او رحمت دولتي لېسې ودانۍ دي، موږ اووه کسه له یوه امنیتی مسوول سره له کابله د ازموینو ملي ادارې له لوري  هلته ددې ولسوالۍ له ۱۲ سوه فارغانو څخه د کانکور ازموینې اخیستلو لپاره هلته استول شوي  یوو (۱۴۰۱، د تلې ۱۴مه)، نن مو د بایومټریک پروسه تر سره کړه او پنځه بجې راووتو، غوښتل مو خپل استوګنځي ته ستانه شو،  موږ دلته  د اغاخان ځايي کونسل په مېلمستون کې مېشت  یوو.

د ولسوالۍ په لاندۍ برخه کې د امو سیند یوه برخه بهېږي او ها غاړه یې د تاجکستان خاوره ده، ښکلي کورونه، پوخ سړک او دنګ چینارونه لري، د برېښنا منظم مزي په کې غځول شوي دي. په همدې شېبه کې یو په دوړو او ګردونو ککړ کس راته مخامخ ودرېده، له سره یې دستمال تاوکړ، خو له ګردونو یې رنګ نه معلومېده، سلام او درناوی یې وکړ او بیا یې له واره وپوښتل:

  • وبښئ، د بایومټریک رییس څوک دی؟

حیران شوم چې څه کار به لري، خپل ملګري او زموږ د پلاوي مشر پوهنمل محمد طاهر خپلواک ته مې اشاره وکړه. همدا دی کاکا، وایه څه ستونزه لرې؟

  • ستونزه نه ده، یو خواهش دی، زه د باربرۍ د یوې لارۍ  ډېرېور یم، ددې ځوان په اړه درته وایم، وړاندې ولاړ ځوان ته یې اشاره وکړه، هغه په منډه دده څنګ ته راغی او بیا یې خپلواک ته وکتل:
  • دا ځوان زما کوم خپلوان نه دی، نه یې پېژنم، له یوې لرې ولسوالۍ مې خپل موټر کې راوړی، هلته یې کلي کې چا راته وویل چې زموږ یو کلیوال ځوان کانکور ازموینه لري، خو د کرایې پیسې ورسره نشته، د شغنان مرکز ته باید لاړ شي، ما هم راسره موټر کې اوچت کړ، د هغه لپاره مې سیر هم اوږد شو، پوره خوارې یې کړې، دادي تر تاسې مې را ورساوه، اوس په تاسې پورې اړه لري.

  خپلواک ورڅخه وپوښتل:

  • د شمولیت کار لرې؟

ولاړ ځوانکي خپله د شمولیت کارت له مخکني جیبه را ویوست.  سبا پنجشنبه یې د ازموینې ورځ وه، د  ازموینو ملي ادارې د کاري کړنلارې له مخې هر داوطلب چې له بایومټریک پاتې وي، د ازموینې په ورځ هم د ګرځنډه ټیم له لوري بایومټریک کېږي. ډاډ مو ورکړ او د موټر وان پر سپېرو شونډو فاتحانه موسکا خوره شوه، له موږ او ځوان سره یې په اشاره مخه ښه وکړه او په فاتحانه قدمونو د خپل موټر خواته روان شو.

 په دغه تنګ  بازار کې د داوطلبو زده کوونکو، نجونو او هلکانو دومره ګڼه ګوڼه وه  چې تا به ویل د اختر ورځ ده، د اختر مې ځکه وویل چې د ټولو په څېرو کې خوښي د پټېدو نه وه، شاوخوا کورونه ټول د درېیو ورځو لپاره د هغوی کوربانه وو.

+++

موږ همدا نن سهار اته نیمې بجې دې ولسوالۍ ته را رسېدلي وو، یو دروند مسوولیت را په غاړه و، له دوولسوو کسانو  د څلورو استادانو په مرسته ازموینه ګرانه وه، د ځايي پوهنتون همکار استادان مو نه درلودل، اړ وو چې له خپلې بایومټریک درې کسیزې ډلې هم په دې برخه کې کار  واخلو، که نه د هغوی مسوولیت یوازې د ازموینې له پیل وړاندې او د ازموینې په بهیر کې د معلوماتو د ثبت بایومټریک دی، خو خوشحاله په دې وو چې  یو سخت پړاو مو په پر له پسې اته ساعته کار او د پلاوي د مشر په نهايي هڅه په بریالیتوب سره ختم کړ، ټول څه کم ۱۲۰۰ داوطلبان په دوو محلونو کې بایومټریک  او ثبت شول.

له بازاره روان شوو، د ولسوالۍ د پوهنې امر  او د پوهنې څار څانګې مشر ویل چې د ازموینې لپاره  د تخنیکي زده کړو د ادارې چمن هم بد نه دی، پلي روان شوو، یوه ټوټه شین چمن او مایل باغ و، دېوالونه یې هم ټیټ او لارې زیاتې وې، ګرانه وه چې څو سوه کسیز امتحان دې په کې په خوندي ډول اداره شي،  خوښ مو نه شو، د ولایتي روغتون پخوانۍ ودانۍ او باغ ته ننوتو، د ناکو  ونې په کې وې، له یوې ټیټې څانګې مې ناک را وشکاوه، خام و، خو شېبه پس د روغتون ساتونکو په دوو قابونو کې مینځلي او تازه ناک راوړل، خواږه او  له اوبو ډک و.

په یوه هواره ډبره د پښو په سر کېناستم، زموږ د ټیم امنیتي مسوول خالد صاحب او د پوهنې د نظارت امر مې هم څنګ ته راغلل، مخامخ سیند او پورې ډډې ته یې ګوته ونیوه: لاندې ځنګل ټول له څېروونکو ژوو ډک دی، پورې سر تاجکستان امنیتي پوستې لري، دا کوږ او وږ سړک همدې پوستو ته ورغلی، ښه وسایل لري، که مې خدای غاړه بنده نه کړي، همدا  اوس هم موږ په دوربین کې ویني.

 امر یوه نیمه پښتو جمله او کلمه هم ویله، دده مورنۍ ژبه شغناني وه، خو په ولایتونو کې یې دنده اجرا کړې وه، له پښتنو همکارانو یې پښتو زده کړې وه، خو د پوهېدلو تر کچې، د ستړي مه شي، ښه راغلاست او مخه ښې جملې یې په روانه کندهاري لهجه زده کړې وې، ویل یې زوی مې فراه کې د پښتو ادبیاتو څانګه لوستې ده.

د ماښام د اذان غږ مو واورېد، پاڅېدو او د خپل استوګنځي په لور مو حرکت وکړ، د لارې په اوږدو کې پلي خلک او زده کوونکي راسره تېر او بېر کېدل، نهایت درناوی او سلام یې کاوه، شل دقیقې وروسته مېلمستون ته ورسېدو.

+++

پوره درې ورځې وړاندې راته د ازموینې ملي ادارې څخه زنګ راغی چې په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه اخیستل کېږي، تاسې د بدخشان ولایت په شغنان حوزه کې تنظیم شوي یاست، د چهارشنبې په ورځ باید فیض اباد ته لاړ شو او سهار وختي په چورلکه کې شغنان ته الوتنه لری.

وروسته  د شغنان کانکور ټیم واټسپ ګروپ کې یو ځای شوم، د ازموینو د ملي ادارې د همغږۍ مسوول او د لوګر دلوړو زده کړو موسسې استاد پوهنمل محمد طاهر خپلواک دا ابتکار کړی و او د هر ولایت د کانکور ټیم ته یې ځانګړی ګروپ جوړ کړی و، هر ګروپ ته یې نوي پر مختګونه او لارښوونې شریکولې. ټولو ولایتونو ته د بایومټریک او ازموینې ډلې د ځمکنیو سفرونو له لارې تللې، پخوا به په دې سفرونو کې الوتنې هم شاملې وې، خو اوس له یوې خوا امنیت راغلی و، ستونزه نه وه او له بلې خوا  د بودیجي کمښت یا اقتصادي ستونزې ددې لامل شوې وې چې هوايي سفرونه لغوه شي. یوازې بدخشان داسې و چې  له پنځه ګونو  حوزو څخه یې درېیو ( شغنان، درواز  او خواهان)  ته باید د چورلکې په وسیله سفر وشي، ځکه چې د بدخشان دا حوزې د یوې یا دوو ورځو ځمکني سفر فاصله لري او داسې سیمې هم شته چې د یوې خوا في نفر کرایه یې درې څلور زره افغانیو ته رسېږي، دې حوزو کې څو ولسوالۍ را غونډېږي او ازموینه ورکوي.

د چهارشنبې په ورځ سهار د خپلواک صاحب زنګ راغی چې له کابله سهار وختي له بایومټریک ډلې سره یو ځای در روان شوي یوو،  دولس یا یوه بجه به دې له بغلان نه راسره واخلو او بدخشان ته به ځو، باید چمتو وې. په دې ورځ مې پوهنتون کې درس نه و، دولس بجې پلخمري عمومي  چوک ته ووتم، دولس نیمې پلاوی را ورسېده، د تخار او بدخشان ټیمونه په کې وو، ور وختم، له نږدې ملګرو سره مې ستړي مه شي وکړل او حرکت مو وکړ.

 نوې او ناپېژانده څېرې وې، مرکزي بغلان ته به رسېدلي وو چې استاد پوهندوی رحیم الله ځيرک مې څنګ ته راغی. هغه پخوا د تخار پوهنتون د ادبیاتو  پوهنځي استاد و، وروسته د کابل ژورنالېزم پوهنځي ته د پښتو ژبې د تدریس لپاره تبدیل شو او تازه یې د همدې پوهنتون دوکتورا پروګرام کې له خپل ډېزرټېشن څخه دفاع کړې وه. مبارکي مې ورکړه، د هغه پر موضوع « پر رسنیو کې ژبنۍ تېروتنې» باندې مو اوږد بحث وکړ، د دفاع په بهیر او د موضوع پر نوعیت یې معلومات راکړل، مجلس مو  اوږد شو، د مرکزي بغلان وروستۍ څنډه کې د سړک غاړې ته موټر ودرېده، د ماسپښین  اودسونه او لمونځونه مو وکړل، له استاد خپلواک او نورو استادانو سره مې روغبړ وکړ او بېرته روان شوو.

 د څنګ څوکۍ کې مې د زراعت پوهنځي کوم استاد ناست و، د بدخشان په باب مو یو څو خبرې وکړې، د خبرو شوقي نه و، نور دواړه غلي شوو، کندوز ولایت ته ورسېدو، زموږ د شغنان ټیم یو همکار  او د کندوز پوهنتون استاد محمد زاهد عابد «خپلواک» له یوه بل استاد سره ـ چې د فیض اباد اړوند وـ را وخوت، له استاد عابد سره مې د کندوز د خان اباد او بنګي سیند پر غاړه د استاد شپون خاطرې یادې کړې، هغه ویل چې همدا څه موده وړاندې له استاد ازمون سره د هغه کور ته د یوه فرهنګي ګزارش په موخه ورغلی و. ما کندوز او بنګي سیند لومړی ځل د استاد شپون په کیسو او داستاني اثارو کې پېژندلي او ذهن کې مې نقش شوي وو.

 تالقانو ته نږدې موټر ناڅاپه څنګ ته ودرېد، څه ستونزه یې پیدا کړې وه، دا ۵۸۰  ډوله موټر د همدې لویې لارې و، د ازموینو ملي ادارې  تر فیض اباده دربس نیولی و،  ښکته شوو، د سړک څنګ ته یوه لېسه وه، ورغلو، د مازدیګر لمونځونه مو وکړل. ځوانانو د والیبال لوبه کوله، کروندګرو د وریژو له پټیو په خرو د شولو وریژې او واښه (پمبي) لېږدول، پر ونو او کروندو شین ګرد خپور و، تخار د طبیعي ښایستتونو وطن دی، خلک یې هم لوستي، مېلمه پال او  مودب دي. ددې ولایت په پوهنتون کې زما یو دروند ټولګیوال پوهندوی سید کاظم شهیدخېل او ملګري پوهندوی خان محمد عزیري په پښتو ژبه او ادب څانګه کې استادان دي، ادیبانو او پښتو ژبې ته یې خدمتونه د هېرولو نه دي.

د موټر کیسه اوږده شوه، ډېر شیان یې ورڅخه را خلاص کړي وو، موږ هم له موقع په استفادې، په پولو او پټیو کې چکر وهل پیل کړل، له ملګرو او همکارانو سره مو د خبرو موقع وموندله، له نوو سره هم اشنا شوو، ماښام ناوخته د تخار پوهنتون یو موټر راغی، د تخار ټیم یې ورسره د استاد ځیرک په مشرۍ اوچت کړ او  روان شو، خو موږ  نږدې نیم ساعت نور هم انتظار وو، وروسته زموږ موټر هم جوړ شو  او د فیض اباد په لور مو حرکت وکړ، په تیاره کې د څنګ منظرې نه معلومېدې، موټر نیمايي تش شوی و، رنګارنګ ترانې چالانې وې، په چک پاینټونو کې امنیتي مسوولین را ختل او تالاشي یې کوله، بالاخره ماسختن شاوخوا نهه بجې فیض اباد ښار ته ورسېدو.

د دې ولایت د دارالمعلمین ودانۍ کې د شپې ترتیب نیول شوی و، هغه هم یوازې د فیض اباد ټیم ته، د دارالمعلمین یوه خدماتي کارمن ویل چې زموږ مدیر راته یوازې د شلو کسانو د تیارۍ ویلي وو، هغه هم د فیض اباد د ټیم،  ځکه په دې فکر وو  چې تاسې نن مازدیګر خپلو حوزو ته په چورلکه کې ځئ.

 په درېیو  ټولګیو کې ځای پر ځای شوو، ودانۍ ښکلې او په کلاسیک سټایل جوړه شوې وه، په دېوالونو یې د بدخشان نقشه او ددې ولایت په اړه ګڼ معلوماتي مطالب او تصویرونه نقاشي شوي وو، کور یې ودان، خونې یې منظمې فرش کړې وې، توشکې او کمپلې یې راکړې، د بدخشان د شپې یخني ورو ورو را څرګندېدله.

ستړي وو، زه خیر دی، خو د کابل همکارانو د سهار له څلورو بجو دا مزل پیل کړی و، چای یې راوړو، ورپسې ډوډۍ هم تیاره شوه، شوروا او غوښه وو، مڼي هم ورسره وې، له ډوډۍ وروسته مو لمونځونه مو وکړل، تشنابونه کې د اوبو درک نه و، وروسته مو د اوبو پایپ پیدا کړ، توشکې هوارې وې، یوه یوه کمپله یې هم راوړه، د بدخشان هوا یخه وه، د فیض اباد د ټیم مشر استاد فیضي راغی، ویل یې چې د حوزو ډلې باید وختي پاڅېږي ، لومړی د شغنان الوتنه ده او باید چمتو وی.

فیض اباد هوايي ډګر کې، شغنان ته د روانېدو پر مهال د بدخشان پوهنتون له رییس سره

کورتۍ مې د کړکۍ پر لاستي را ځړوله، بټوه مې د دېوال خوا ته تر بالښت لاندې کړه، نهه – لس کسان یوه خونه کې ویده شوو، سهار وختي پاڅېدو، د سرتېرو غوندي مو بیکونه سر ته اېښي وو، ما تر دې وړاندې بدخشان نه و لیدلی، د کوټې له کړکیو  مې دنګ غرونه ولیدل، لمر یې روښانه او ښکلی و.  په همدې ورځو کې د حکومت او وسله والو مخالفینو تر منځ د نښتو  خبرونه هم ورکړل شوي وو، له ځینو ملګرو سره به خامخا څه وېره هم وه.

لمونځونه مو وکړل او چټک له خپلو بیکونو سره  ووتو، له ځايي ټیم سره مو مخه ښه وکړه، بهر د بدخشان پوهنتون مشر د پوهنتون له موټر سره ولاړ و، خپل بکسونه او مواد مو ځای پر ځای کړل، د هوايي ډګر په لور مو حرکت وکړ، د بدخشان هوايي ډګر د ښار په څنډه کې د کابل – بدخشان لویې لارې پر  سر دی، ملکي او نظامي برخې لري،  شل دقیقې وروسته ورسېدو، د  هوايي ډګر د دروازې ساتونکو ویل چې موټر باید ودروئ، خو رییس ور ښکته شو او موټر ته یې د ننوتو اجازه واخیسته، وړاندې لاړو، یوه پخوانۍ پوځي چورلکه تیاره ولاړه وه،  پیلوټ او همکار یې ویل چې دا لس دقیقې ستاسې انتظار کوو، بیړه وکړئ چې موږ بیا بل پرواز لرو.

استاد خپلواک را څنګ ته شو او  وویل: کور یې ودان، پخوا به موږ په داسې وختونو کې  د الوتکې لپاره یو یا دوه ساعته انتظار کاوه، اوس دوی راته انتظار دي، همدا ستر او مثبت تفاوت دی.

 یوه امنیتي مسوول زموږ شخصي بیکونه سرسري تلاشي کړل،  چورلکې ته وختو، الوتکه چالانه شوه، موږ ټول د خپل امنیتي مسوول په شمول اته کسان و، دوه کسان مو نه پېژندل، لکه چې له موقع یې په استفادې شغنان ته د سفر هوډ درلود، ما د شغنان صفتونه اورېدلي وو، زموږ یوه محصله فهیمه د شغنان اوسېدونکې وه، څه ناڅه معلومات مې یو مهال ترېنه اخیستي وو، هلته اکثریت خلک لوستي دي او د اغاخان دفتر د پوهنې څانګه ورته زیاته پاملرنه کوي.

(بله برخه لري)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب