زبیر افغان
د سنت او حدیثو د منلو او نه منلو په اړه هم اختلاف شته، زه دلته پر دې خبرې نه کوم چې څوک يې مني څوک يې نه مني، یوازې غواړم د هر یوه مقام د قران کریم په رڼا کې واضح کړم، اصلن په دین کې لومړۍ درجه قران کریم لري، هغه د الله کتاب دی، د هغه حجت دی، میزان او فرقان دی، حق و باطل سره جلا کوي، حرام و حلال ټاکي، تر قیامته د الله له لوري د انسانیت د هدایت سرچینه ده او د رسول الله ص د معجزې یوه ژوندۍ بېلګه ده چې زموږ په وړاندې پرته ده. له دې وجې لومړۍ درجه د قران کریم ده، دا چې قران کریم بل شي ته هم په دین کې د حکم د کولو، ټاکلو، تفسیر او توضیح مجال ور کړی دی که نه؟ باید له قران کریم څخه د دې حکم معلوم شي.
نور بحث ته تر سر ښکاره کولو وړاندې که د سنت او حدیث په اړه لنډ وضاحت وکړم ښه به وي: سنت په لغت کې طریقې ته وايي او په دیني اصطلاح کې د قراني احکامو عملي نبوي طریقې ته سنت وايي او حدیث په لغت کې نوي یا خبرو ته وايي او په شرعي اصطلاح کې هغه بالمعنا منقول عبارات دي چې یا يې د رسول الله ص خبرې بیان کړې، یا د هغه عمل یا هم د هغه په مخکې د شوي کار بیان، دې ته احادیث ویل کېږي.
زما په نظر که د سنت او حدیثو په مقام خلکو د قران کریم په رڼا کې ځان خبر کړی وای، نو دومره زیات جنجالونه چې اوس يې موږ وینو دا به ښايي نه وای، یا حد اقل د هغو کسانو ترمنځ به نه وای چې د حق او حقیقت لیدل او پرې پوهېدل ورته د قناعت وړ وي، قران کریم د سنت او حدیث په اړه وايي:
{ وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ} [النحل: ۴۴]
ژباړه: او موږ تاته ذکر نازل کړی څو یې خلکو ته د هغه څه بیان وکړې چې دوی ته نازل شوی او ګوندي دوی له فکره کار واخلي.
{وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ إِلَّا لِتُبَيِّنَ لَهُمُ الَّذِي اخْتَلَفُوا فِيهِ} [النحل: 64]
ژباړه: او موږ تاته کتاب یوازې د دې لپاره نازل کړی دی څو ته دوی ته هغه څه بیان کړې چې دوی يې په اړه اختلاف لري.
تبین څه ته وايي؟ د لغتو په کتابو کې راځي: اصل التبین من البیان، وهو الکشف والوضوح، یقال: بان الشيء… اذا اتضح وانکشف.
ژباړه: تبین اصلن له بیانه دی، بیان کشف او روښانتیا ده، کله چې یو شی واضح او روښانه شي، نو وايي: بان الشيء.
د همدې ایت په تفسیر کې مفسرین لیکي:
وبيان الكتاب يطلب من السنة والمبين لذلك المجمل هو الرسول صلى الله عليه وسلم.
ژباړه: د کتاب بیان له سنت څخه غوښتل کېږي، د کتاب د اجمال لپاره رسول صلی الله علیه وسلم بیانونکی دی.
کتاب اصل دی، د سنت او حدیث لپاره قران کریم د متن حیثیت لري، امام قرطبي وايي:
فَصَارَ الْكِتَابُ أَصْلًا وَالسَّنَةُ لَهُ بَيَانًا.(۲)
ژباړه: کتاب اصل دی او سنت د هغه بیان کوي.
تر دې وضاحت وروسته باید موږ ته روښانه وي چې حدیث او سنت په دین کې کوم مقام لري او ولې يې لري؟ سنت او حدیث ته دغه مقام هم کتاب الله ور کړی دی، که په قران کریم کې د بیان خبره نه وای راغلې، سنت او حدیث به دغه مقام هم نه درلودای. یو مهم ټکی باید هېر نه کړو چې بیان څه وخت د یوه شي کېږي؟ یو شی باید موجود وي بیا يې بیان کېږي او که هيڅ شی وجود ونه لري، بیان يې کېدلای شي؟ دا حتمي خبره ده چې کله یو شی موجود شي، نو بیان يې کېږي، دلته هم باید په قران کریم کې اصل موجود وي، بیا يې سنت بیان وکړي، نه داسې چې د سنت بیان د قران کریم له اصل پرته وي یا هم اصل له منځه وړي. په قران کریم دا دواړه صورتونه ممنوع دي، قران کریم وايي:
{وَلَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنَا بَعْضَ الْأَقَاوِيلِ () لَأَخَذْنَا مِنْهُ بِالْيَمِينِ} [الحاقة: ۴۴، ۴۵]
ژباړه: او که ده پر موږ یوه خبره له ځانه وکړه، موږ به يې ډېره جدي ترې ونیسو.
{إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَى إِلَيَّ} [الأحقاف: 9]
ژباړه: زه یوازې د وحې تابعداري کوم.
له دې ایاتونو جوتېږي چې رسول الله ص په دیني احکامو کې یوازې د وحې تابعداري کوله، له ځانه يې خبرې نه کولې، حتا که یوه خبره يې هم له وحې پرته کړې وای، نو د سزا ورکولو ګوتڅنډنه يې ورته کړې ده. د رسول الله ص لپاره په دیني احکامو کې معیار قرن کریم و، د هغه په رڼا کې ده ژوند کاوه، لکه عائشه صدیقه رضي الله عنها چې وايي قران کریم د هغه اخلاق و(۳)، په قران کریم کې د هغه په ژبه بیا بیا ویل شوي دي چې زه د وحې پيروي کوم، د قران کریم تابعدار یم، ځکه هغه ته قران کریم وحې شوی دی، اوس خبره صفا شوه، رسول الله ص به هغه وخت حدیث وايي یا به عمل کوي چې د قران کریم یو اصل يې مخې ته پروت وي، د هغه د تشریح او تبین چاره ده ته ور له غاړې ده، نه به رسول الله ص داسې خبره کوي چې په قران کریم کې نه وي او نه به داسې خبره کوي وي چې له قران کریم سره ټکر ولري. ځکه په لومړي صورت کې پر الله له ځانه د خبرې کول دي چې العیاذ بالله له رسول الله ص څخه د دې هیڅ شونتیا نه شته او په دویم صورت کې د هغې خبرې مخالفت دی چې وايي، زه د وحې تابعداري کوم، نو له قران کریم څخه مخالفه وحې امکان نه لري.
د حدیث په کتابونو کې هر هغه حدیث او د سنت روایت چې رسول الله ص ته منسوب وي، خو له قران کریم سره اړخ نه لګوي، د تبین تر مقام وړاندې شوی وي، قران کریم يې رد کړی وي، د قران اصل ورته وجود ونه لري، بیان نه وي ځان ته تشریع وي، نو دا ډول روایات هيڅ امکان نه لري چې له رسول الله ص څخه دې صادر شي، دا ښکاره خبره ده چې پر رسول الله ص تړل شوي دروغ روایات دي چې د اسلام او قران کریم څېره يې مسخه کړې ده.
محدثینو د کره روایت لپاره پنځه شرطونه بیان کړي دي:
ما رواه عدل تام الضبط بسند متصل وسلم من الشذوذ والعلة القادحة.(۴)
روایان به يې عادل، حافظه به يې قوي، سند به يې متصل، شاذ به نه وي او د صحت له درجې پټ غورځونکی علت به نه لري.
درې لومړي شرطونه د سند لپاره دي، دوه وروستي شرطونه يې د متن لپاره دي، شاذ دې ته وايي چې یو قوي راوي تر خپل ځان د ډېرو قوي راویانو/راوي مخالفت وکړي، یعنې دوه حدیثونه یو له بل سره کتل کېږي، هر یو له بېلو بېلو راویانو نقل شوي دي، په دې دواړو کسانو کې یو ډېر قوي راوي او بل يې تر هغه په درجه کې کښته دی، نو که د کښته راوي په متن کې یوه جمله یا لفظ اضافه وي، هغه جمله یا لفظ شاذ دی. علت قادحه یا مخفي علت داسې دی چې په حدیث کې تر پلټنې وروسته معلومه شي چې د دغه علت له امله حدیث د قبولیت درجه نه لري، یعنې کره نه دی، دغه علت يې یا په سند کې وموندل شي یا په متن کې، مثلن: دا ښکاره شي چې له پلاني د پلاني روایت منقطع دی، دوی دواړو ملاقات نه دی سره کړی، یا هم روایت موقوف دی، تر رسول الله ص نه دی رسېدلی، یا هم دا ثابته شي چې له بل کره روایت سره مخالف دی، له قران کریم سره مخالف دی، له عقل و مشاهدې سره مخالف دی، دا هر علت يې حدیث له صحت څخه باسي یوې بلې درجې ته يې رسوي، یعنې ضعیف وي، چې ګڼې رتبې دلته هم پکې شته، تر ټولو بده رتبه يې د موضوعي ده، نو هغه روایت چې له قران کریم و كره حدیث سره ټکر وي، یا د عقل و مشاهدې مخالف وي، هغه موضوعي دی، محدثینو له قران کریم سره مخالفت د موضوعیت نښه بللې ده.(۵)
د مصطلح الحدیث په کتابونو کې ډېر مثالونه داسې راوړل شوي دي چې یوه محدث رد کړی وي، یوه محدث يې پر راوي نقد کړی وي، یوه محدث شاذ بللی وي، موقوف يې ګڼلی وي، یوه بل علت ته يې اشاره کړې وې، نو محدثین هغه روایت نه مني، ځکه چې پلاني ستر محدث يې د ضعف نکته ښکاره کړې ده، جالبه دا ده چې که له قران کریم سره ټکر ولري، بیا ډېری کسان دا موقف نه لري چې حدیث رد کړي، یا يې حد اقل په بیانولو کې توقف وکړي، نو د دوی په اند قران کریم د یوه محدث درجه هم نه لري! څومره د افسوس خبره ده چې که یوه محدث د یوه علت له امله حدیث رد کړ، هغه ردېږي، خو که له قران کریم سره مخالف وي، بیا پر قران ایمان لرونکي دا جرأت نه لري چې له قران کریمه مخالف روایت پر دېوال ووهي، دوی له دې ډارېږي چې په دې سره منکر حدیث ونه بلل شي، خو له دې نه ډارېږي چې د دې حدیث له امله پر رسول الله ص دروغ تړي، له قران کریمه په مخالفت د قران کریم مخالفت کوي، د قران کریم او رسول ص درجه په کموي.
د یوه محدث په ردولو حدیث ردولای شي، هلته له دې ډار نه لري چې څوک به يې منکر حدیث وبولي، که د خپل مذهب مخالف روایت يې وي، بیا يې ردولای شي، دلته نه وېرېږي چې څوک به يې منکر حدیث وبولي، خو که د قران کریم مخالف وي، د الله رسول ص شخصي حریم يې تر پوښتنې لاندې راوستی وي، د ټول اسلام حرمت او عصمت ورسره تړلی وي، بیا دا جرأت په دوی کې نه وي، دوی له دې وېره لري چې منکر حدیث به وبلل شي.
هغه کسان هم بل ته منکر حدیث وايي چې خپله د اسلام په واضحو او ثابتو احکامو له دې امله عمل نه کوي چې د هغوی مذهب له دې مخالف دی؟ تر تا بل لوی منکر حدیث چېرې دی چې یوازې په یوه سړي پسې د اقتدا او پيروي له امله د قران کریم احکامو ته هم شا ګرځولې! خو بل څوک که یو حدیث د قران کریم د مخالفت، د اسلام د عصمت او رسول الله صلی الله علیه وسلم د پاکو بیبانو د عفت له امله رد کړي، نو پر هغوی بیا د مکر حدیث ټاپې وهې؟ تر هغه چا بل لوی منکر حدیث په نړۍ کې نه شته چې حدیث منم چې د رسول الله ص دي، مګر عمل له دې امله نه کوم چې زما د مذهب، زما د سلفو او اسلافو د تګلارې مخالف دي!!! یا للعجب! پر دین ایمان راوړل دا معنا نه لري چې یوازې باور دې پر وي، بلکې عمل هم غواړي، قران کریم د یهودو په اړه وايي:
{أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ} [البقرة: 85].
ژباړه: ایا تاسو د کتاب پر یوه برخه ایمان لرئ او له بلې برخې يې انکار کوئ؟
د ایمان برخه يې هغه وه چې عمل يې په کاوه او د انکار هغه يې له عمله پاتې برخه وه، د قران کریم دغه ایت چې په کوم سیاق و سباق کې راغلی، تاسو يې وګورئ چې عیني زموږ د همدې وخت د خلکو تګلاره ځنې ثابتېږي، خورا ډېر به مو اورېدلي وي چې په امت کې یوه ګمراه ډله پيدا شوې ده چې منکر حدیث بلل کېږي، دغه ډله د الله د رسول ص حدیث نه مني، دا ګمراهان دي، دوی اصلن دین نه مني؛ دا خبره يې سهي ده چې د حدیثو نه منل په دین کې خورا جدي او ننګونکې پوښتنې را پيدا کوي او سختو ستونزو ته لار اواروي، دغه ډله اصلن منکر حدیث نه بلکې ځانونه قرانیان بولي، د دې ډلې لویه برخه په مصر او د پاکستان په غیر پښتني سیمو کې میشت دي، زه په دې اند یم چې له سنت او حدیث څخه انکار نه یوازې دا چې د احکامو په عملي برخه کې خورا زیاتې ستونزې را ولاړوي، بلکې د قران کریم له ځینو ایاتونو هم د انکار سبب کېږي، رسول د یوه مبلغ او الهي استازي په توګه حتمن د خپل پيغام په تشریح کې له قران کریم یا بل الهي کتاب پرته نورې توضیحي خبرې هم کوي، عمل هم کوي، چې تر ټولو جزئیاتو يې په کتاب کې تشریح نه ده شوې، د کتاب ځینې اصطلاحات داسې وي چې د هغه وخت خلک يې په دقیق ډول نه شي پېژندلای، ځکه د هغوی فکر د خپل ټولنې تر تاثیر لاندې وي، نو د خپل ټولنې په قالب کې فکر کولای شي، مګر هغه دیني حکم یا اصطلاح د هغوی ناسم عمل له خپل اصل څخه لرې وړې وي، اصلي څېره يې ور مسخه کړې وي، نو رسول مکلفیت لري چې په خپل عمل د هغه حکم/اصطلاح نوې بڼه دود او تشریح کړي، دا حدیث یا سنت شو، یا هم بیخي یو نوی حکم راوړي چې پخوا خلکو نه پېژانده یا هم یوه نوې اصطلاح رایج کوي چې خلک يې نوې اوري، طبعن هغوی نه پوهېږي چې دا څه ده؟ رسول يې په خپل عمل او قول تشریح کوي چې قران کریم د تبین امر ورته کړی دی، هغه همدې ځایونو ته متوجې دی، نو که له سنت یا حدیثو انکار وشي، دا برخه به د دین ټوله ورسره پاتې شي، چې دا یو لړ جدي ننګونې دي د دین په عملي برخه کې.
خو له دې ټولو سره، دوی چې د انکار حدیث د فتنې چیغې په خورا زور و شور باندې وهي، دې ته يې پام نه وي چې خپله موږ تر کومه ځایه په حدیثو عمل کړی دی؟ څومره برخه د حدیثو دوی منلې ده؟ که اهل سنت دي، د اهل تشیع حدیث یا مطلق نه مني یا هم لویه برخه يې نه مني، که اهل سنت دي، بیا پر پنځو لویو ښاخونو وېشل شوي دي، اهل حدیث، حنفي مذهب، شافعي، مالکي او حنبلي، دا هر مذهب يې د بل سره مخالف اعمال کوي، هره یوه ډله يې خپل احادیث لري، د بلې ډلې حدیث یا ردوي یا هم عمل نه په کوي، هغه مردود شوي احادیثو باندې دوی منکر حدیث نه بلل کېږي، ولې؟ ځکه د دوی د مذهب مخالف دي، نو پروا نه کوي، البته هغه احادیث چې صحیح يې بولي اما عمل نه په کوي، لامل يې دا ښيي چې د مذهب يې مخالف دي، اسمه ده چې مخالف دي، نو ته خدای معذور کړی يې، خو پر دې نه ډارېږې چې په دې سره به منکر حدیث وبلل شې؟
دا ولې یوازې هغه څوک د حدیثو منکر بلل کېږي چې د قران کریم مخالف حدیث نه مني؟ ولې یوازې هغه منکر سنت بلل کېږي چې د اسلامي او نبوي عصمت په پار اخبار احاد روایات بېرته د همدې اسلام، قران او رسول د حرمت او عصمت له امله ردوي چې دلته حتمي غلطي شوې ده، اما سړی يې معلوم نه دی، دا چې د قران کریم مخالف روایت دی، دا يې د موضوعیت نښه ده، د اسلام له عمومي و کلي پيغام سره ټکر يې د موضوعیت نښه ده، د رسول حرمت او عصمت چې يې تر پښو لاندې کړی دا يې د موضوعیت نښه ده، د یوه مومن په توګه دې یو څوک فکر وکړي چې ایا دا بد ټکي دي؟ دا له اسلام سره مخالف دي؟ دا خبرې د اوس وخت هم نه ده، په همدې روایاتو کې داسې قاطع ثبوتونه شته چې د همدې تګلارې تایید په کېږي، د مسلم دې یوه روایت ته مو پام غواړم:
عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ، قَالَ: كُنْتُ مَعَ الْأَسْوَدِ بْنِ يَزِيدَ جَالِسًا فِي الْمَسْجِدِ الْأَعْظَمِ، وَمَعَنَا الشَّعْبِيُّ، فَحَدَّثَ الشَّعْبِيُّ بِحَدِيثِ فَاطِمَةَ بِنْتِ قَيْسٍ، «أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، لَمْ يَجْعَلْ لَهَا سُكْنَى وَلَا نَفَقَةً»، ثُمَّ أَخَذَ الْأَسْوَدُ كَفًّا مِنْ حَصًى، فَحَصَبَهُ بِهِ، فَقَالَ: وَيْلَكَ تُحَدِّثُ بِمِثْلِ هَذَا، قَالَ عُمَرُ: لَا نَتْرُكُ كِتَابَ اللهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّنَا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِقَوْلِ امْرَأَةٍ، لَا نَدْرِي لَعَلَّهَا حَفِظَتْ، أَوْ نَسِيَتْ، لَهَا السُّكْنَى وَالنَّفَقَةُ، قَالَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ: {لَا تُخْرِجُوهُنَّ مِنْ بُيُوتِهِنَّ وَلَا يَخْرُجْنَ إِلَّا أَنْ يَأْتِينَ بِفَاحِشَةٍ مُبَيِّنَةٍ} [الطلاق: ۱].(۶)
ژباړه: ابو اسحاق ویل: زه له اسود بن یزید سره د کوفې په ستر جومات کې ناست وم، له موږ سره شعبي هم و، نو شعبي د فاطمې بنت قیس رض حدیث بیان کړ، چې رسول الله ص تر ثلاثن طلاق وروسته هغې ته نه د هستوګنې حق ور کړ او نه يې د نفقې، اسود یو موټی شګې را واخیستې شعبي يې په وویشت، وې ویل: ورک شې! ته دغه ډول حدیث بیانوې؟ عمر رض ویل: موږ د الله کتاب او د خپل نبي سنت د یوې ښځې په خبره نه پرېږدو، موږ په دې نه پوهېږو چې هغې واقعه یاده کړې ده که يې هېره شوې؟ په درې طلاقه ایله شوې ښځه هم هستوګنه لري او هم نفقه، الهي وینا ده: تاسو دوی له خپلو کورونو مه باسئ او نه دې دوی وزي مګر که يې واضح بد کارۍ وکړې.
په دې روایت کې وینئ چې عمر فاروق رض د فاطمې بنت قیس رض حدیث رد کړی دی، همدا شان اسود پر شعبي رد کړی دی چې ته ولې دغه ډول احادیث بیانوې؟ زه پر دې خبره نه کوم چې دغه روایت څومره صحت لري یا يې نه لري، زما هدف دادی چې د یوه روایت لپاره که څوک دلیل ولري، تر روایت په ډېر قوي شي هغه احاد روایت رد کړي، دا د انکار حدیث مقام ته نه رسېږي، که نه نو دغه عمر رض صحابي دی د بلې صحابیې خبره نه مني، اوس منکر حدیث دی که نه؟ هغه اسود لوی محدث دی، د شعبي خبره نه مني، منکر حدیث دی که نه؟ دغه ډول مثالونه که له کتابونو کتار کړم، نو بسته کتاب ځنې جوړېږي، زما په اند اړتیا يې نه شته، څوک چې صاف ذهن لري، په لوی لاس جنجالونه نه جوړوي، هغوی ته یوه درسته خبره هم کفایت کوي او څوک چې نه غواړي ځان قانع کړي، هغوی په یو کتاب خبرو هم نه قانع کېږي، دغه کسان اصلن د انکار حدیث د موضوع په ډېر شاربلو پر خپلو ځانو عریضې کوي چې دوی ولې د نورو مذاهبو د تګلارې تاییدونکي روایات نه مني یا عمل نه په کوي؟ کوم حنفي مذهبه تر ننه په ملا پسې تر شا الحمدلله ویلې ده؟ چا لاسونه د رکوع، له رکوع تر پورته کېدا وروسته او د دوه رکعته تر ناستې وروسته تر غوږو پورته کړي دي؟ څوک په اخیره ناسته کې د سلفیانو د مذهب موافق د پښې پر ځای پر کوناټي کېناستلی دی؟ څوک تر سجدې وروسته او تر ولاړې مخکې په لمانځه کې د اول او درېيم رکعت مهال لومړی لنډه ناسته کوي بیا ولاړېږي؟ که دا احادیث صحیح وي، نو ولې عمل نه په کوئ؟ که نه وي صحیح نو د بل مذهب لپاره صحیح دي، تاسو چې يې نه منئ یا عمل نه په کوئ منکر حدیث یئ! عیني معامله د شافعي، مالکي حنبلي او سلفي مذهب له پيروانو سره هم ده، هغوی هم تر خپل منځ عیني اختلاف لري او له حنفي مذهب سره يې هم لري، نو که يې روایات رد کړي هم منکر حدیث دي او که عمل نه په کوي هم منکر حدیث دي، ولې دوی ته څوک نه وايي او ولې دوی له دې نه ډارېږي؟
د روایت سند اصلن دومره مهم نه دی لکه متن، د متن لپاره دا شرط تر ټولو نورو شرطونو لازمي او معیاري دی چې باید له قران کریم سره موافق وي، تشریح يې وکړي، ځکه د حدیث مقام همدا دی، تر دې يې لوړول د حدیث د مقام سپکاوی دی او هم د قران کریم، ولې په لوی لاس د دواړو سپکاوي ته لار جوړوئ؟ تاسو ووایاست چې په دین کې قران کریم معیار نه شي، نو ځه بل چیش شته چې تر قران کریم دې په درجه کې لوړ وي، هغه دې د دې د صحت او سقامت لپاره میزان و معیار شي؟ په سند د روایاتو ټولې خطاوې نه را ګرځي، دا اوس په احادیث کې د صحیح الاسناد روایاتو ترمنځ دومره ټکرونه دي چې عقل ورته حیرانېږي! د خره د غوښو په اړه یوازې بخاري په باب غزوه خیبر کې درې ډوله روایات راوړي دي، د مکې د فتحې په ورځ يې د کعبې په خونه کې له بلال رض او اسامه رض څخه د لمانځه د نفي او اثبات روایات راوړي دي، په مړي پسې د کورنیانو د ژړا په اړه يې له ابن عمر رض او عائشې رض څخه دوه متناقض روایات راوړي دي، د متعې یا موقتې نکاح په اړه يې له ابن عباس رض او علي رض څخه دوه ټکر روایات راوړي دي، دا یې یوازې مشت نمونه يې خروار دی، کتابونه په ډکېږي که د صحیح الاسناد روایاتو ترمنځ ټکرونه څوک شمار کړي، نو د دې لپاره دا ډېره لازمي ده چې احادیث لومړی پر قران کریم عرض شي، له قران کریمه مخالف روایت اصلن دین نه شي کېدلای، ځکه څنګه امکان لري چې رسول الله ص د قران کریم مخالفه خبره وکړي؟ یو مسلمان پر قران کریم او رسول د باور لرونکي کس په توګه څنګه دا مني چې له قران کریم سره مخالف روایات دې د هغه رسول خبرې یا اعمال وي چې د همدې قران کریم پيرو او د تشریح دنده يې در لوده؟
هیله ده تر دومره اوږده بحث وروسته خبره روښانه شوې وي، هم د قران کریم مقام خلکو پېژندلی وي او هم د سنت و حدیثو، زما نه هغه دريځ خوښېږي چې د قران کریم مقام د روایاتو لپاره را کم کړي، نه مې هغه خوښېږي چې د قران کریم له وجې هسې د روایاتو ردولو ته بانې جوړوي، نه افراط په کار دی او نه تفریط، په دې میدان کې زما لپاره قران کریم معیار دی، زه يې میزان منم، له قران کریم سره ټکر روایت که هر څومره صحیح الاسناده هم وي، حتمن یا راوي غلطي کړې ده چې د روایت متن يې له قران کریم سره ټکر ته جوړ کړی دی، یا د اسلام دښمنانو په لوی لاس وضع کړی دی چې د قران کریم مقام په داغداره کړي، اسلام کې له ځانه احکام وضع کړي او رسول ص ته د وضعي روایاتو په منسوبولو نیوکو ته لار جوړه کړي او مسلمانان د الله له کتابه غافل کړي په دې ډول وضعي روایاتو کې يې بند کړي.
د دین اساسي کتاب قران کریم دی، د هر ډول احکامو د تشریع لومړنۍ سرچینه قران کریم دی، نه داسې احکام په دین کې منل کېږي چې په قران کریم کې نه وي، نو سنت به د څه شي تشریح کوي چې په هغه اړه راغلي وي، نه هغه احکام د منلو دي چې له قران کریم سره متصادم وي، قران باید په داسې توګه ولوستل شي، قانون په توګه ومنل شي او تشریح و تفسیر شي چې د هغه د احکامو او بیان په منلو کې هيڅ شی خنډ نه وي، نه مذهب، نه روایات، نه د ټولنې کلتور، نه عرف او هيڅ شی د هغه لپاره معیار نه شي، بلکې ټول پر هغه را وڅرخي او د هر حکم و سنت سرچینه په ده کې لومړی وکتل شي.
۲۰۲۲/جولای/۲۳
۱) فتح البيان في مقاصد القرآن (۷/ ۲۴۸)
۲) تفسير القرطبي (۱/ ۲)
۳)مسند احمد، مسند عائشه رض، ح: ۲۴۶۰۱)
۴) مصطلح الحديث (ص: ۸)
۵)قواعد الحدیث من فنون مصطلح الحدیث: ۱/۱۵۱، تیسر مصطلح الحدیث: ۱۱۲)
۶)مسلم، کتاب الطلاق، باب المطلقه ثلاثا لا نفقه لها، ح: ۱۴۸۰)