سه شنبه, اپریل 23, 2024
Home+صحیح حدیث | زبیر افغان

صحیح حدیث | زبیر افغان

صحیح په لغوي اعتبار جوړ، روغ، سالم او له عیبه پاکه ته وايي:

سليمٌ من الأمراض والعيوب “رجلٌ صحيحُ الجسم”.(1)

له ناروغیو او عیبونو پاک، په بدن جوړ کس ته عرب وايي: صحیح الجسم.

حدیث مفرد دی، که يې جمع احادیث وبولو، نو د خبرو، نبوي حدیث، خوبونو او عبرت و نصیحت معنا ور کوي او که يې جمع حِداث و حُدثاء وګڼو، بیا د نوي معنا ور کوي.

۱ – كلّ ما يتحدَّث به من كلامٍ وخبر {فَلاَ تَقْعُدُوا مَعَهُمْ حَتَّى يَخُوضُوا فِي حَدِيثٍ غَيْرِهِ} “

 ۲ – (حد) كُلُّ قول أو فعل أو تقرير أو صفة مِمَّا نُسب إلى النَّبي صلَّى الله عليه وسلَّم “

۳ – حُلْم ” {وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الأَحَادِيثِ} “.

۴ – عِبْرة وعِظَة ” {فَجَعَلْنَاهُمْ أَحَادِيثَ وَمَزَّقْنَاهُمْ كُلَّ مُمَزَّقٍ} “.(۲)

هر کلام او خبر چې خبرې په کېږي، ایت کې دي: تر هغو مه ورسره کېنئ چې دوی نورې خبرې پيل کړي. دویمه معنا د رسول الله ص لور ته منسوبه خبره، کړنه، د بل د کړنې تایید او صفت. درېیمه معنا خوب، ایت کې دي: او ده ورته د خوبونو تعبیر وښود په څلورمه معنا کې د عبرت او درس لپاره دی: نو موږ دوی د عبرت تاریخ او ټوکړه ټوکړه کړل.

که څه هم زه په خوب د الاحادیث له تفسیر سره جوړ نه یم، خو دوی يې یوه ترجمه همدا بللې ده، دلته تر لغت خپله د قران کریم مفهوم دقیق دی چې هغه په خپله سورت یوسف کې روښانه کړی دی، په هر حال اوس همدومره کفایت کوي.

حديث2 [مفرد]: ج حِداث وحُدَثاءُ: جديد عصريّ، عكسه قديم “صدر هذا الكتاب حديثًا” ° حديثًا: مؤخَّرًا- حديث البناء: بُني حديثًا- حديث العَهْد بالزَّواج.(۳)

حدیث مفرد دی، حداث او حدثاء يې جمعې دي، نوي اوسني ته وايي، قدیم يې عکس دی، دغه کتاب نوی نشر شوی دی، حدیثا معنا اوس لنډ وخت، حدیث البناء معنا نوې ودانۍ، حدیث العهد بالزواج یعنې تازه يې واده کړی دی، حدیث العهد بالکفر، یعنې اوس تازه مسلمانان یا مسلمان شوی دی.

د دغه مرکب د مفرد دغه معناوي وې، اما که سره یوځای شي، بیا يې څه معنا ده؟ مصطلح الحدیث کې داسې وايي:

هو الحديث المسند الذي اتصل إسناده بنقل العدل الضابط عن العدل الضابط إلى منتهاه ولا يكون حديثا شاذا ولا معللا.(۴)

صحیح حدیث هغه دی چې مسند وي، سند يې د عادلو ضابطو راویانو له لوري په همدغه بڼه تر اخیره سره پيوسته وي، نه به شاذ وي او نه معلل.

څوک باید پر احادیثو بحث وکړي؟

په دې لوړ تعریف کې پنځه شرایط ذکر شوي دي، که یو حدیث کې دا ټول پوره شي، نو هغه ته د صحیح حدیث رتبه ور کول کېږي، سند به يې متصل وي، ترمنځ يې هر ډول انقطاع د دې مخالفه ده، هر راوي به له بل راوي څخه مخامخ حدیث اورېدلی وي یا به يې د هغه په اجازه نقل کړی وي، دغه راویان به ټول عادل او د ښې حافظې خاوندان وي، حدیث به نه شاذ وي او نه به بل داسې پټ علت لري چې د صحت له رتبې يې کښته کړي، لومړي درې شرایط یې د سند لپاره دي چې متصل به وي، راویان به يې عادلان او ښه تکړه حافظه لرونکي وي، دوه شرایط يې د متن لپاره دي چې متن به يې شاذ نه وي او نه به داسې علت لري چې هغه يې د صحت له رتبې وغورځوي.

عدالت څه ته وايي؟

فالعدالة: استقامة الدين والمروءة. فاستقامة الدين: أداء الواجبات، واجتناب ما يوجب الفسق من المحرمات. واستقامة المروءة: أن يفعل ما يحمده الناس عليه من الآداب والأخلاق، ويترك ما يذمّه الناس عليه من ذلك.(۵)

عدالت پر دین او مروءت استقامت دی، پر دین استقامت د واجباتو اداینه او د فسق و حرامو شیانو څخه ځان ساتنه ده، استقامت المروءت د هغو کارونو کول دي چې خلک يې وستايي لکه اداب او اخلاق او هغه څه ایله کړي چې خلک يې بد ګڼي.

ضبط د دوی په اصطلاح کې څه ته وايي؟

وتمام الضبط: أن يؤدي ما تحمّله من مسموع، أو مرئي على الوجه الذي تحمله من غير زيادة ولا نقص، لكن لا يضر خطأ يسير؛ لأنه لا يسلم منه أحد.(6)

ښه ضبط په دې معنا دی چې اورېدلی شوی حدیث یا لیدل شوې پېښه به هغه ډول نقلوي لکه چې اوري يې یا يې ويني، هيڅ زیادت او کمبود به پکې نه کوي، البته که وړه خطا پکې وشي، له دې هيڅوک خوندي نه دي، تاوان نه ورته رسوي.

اتصال څه ته وايي؟

واتصال السند: أن يتلقى كل راو ممن روى عنه مباشرة.(۷)

اتصال السند دادی چې هر راوي به له هغه کس سره مخامخ لیدلي وي چې روایت ځنې کوي.

د امام مسلم موقف دادی چې لیدل شرط نه دي، یوازې همعصري کفایت کوي، مګر بخاري وايي چې لیدل حتمي دي، محدثین له امام بخاري سره موافق دي د امام مسلم د نظريې ملاتړ يې نه دی کړی.

قال النووي عن قول مسلم: أنكره المحققون.(تېره حواله)

نووي د مسلم د قول په اړه ويل: محققينو د هغه له تګلارې انکار کړی دی.

شاذ څه ته وايي؟

والشذوذ: أن يخالف الثقة من هو أرجح منه إما: بكمال العدالة، أو تمام الضبط، وكثرة العدد، أو ملازمة المروي عنه، أو نحو ذلك.(۸)

شاذ دې ته وايي چې باوري راوي تر خپل ځان له ډېر باوري راوي مخالفت وکړي، یا د عدالت له مخې یا هم د حافظې په اعتبار، یا له ډېرو مخالفت وکړي یا هم له هغه چا چې تر ده له خپل استاد سره ډېر اوسېدلی وي، یا داسې نور.

علت قادحه څه ته وايي؟

والعلة القادحة: أن يتبين بعد البحث في الحديث سبب يقدح في قبوله. بأن يتبين أنه منقطع، أو موقوف، أو أن الراوي فاسق، أو سيِّئ الحفظ، أو مبتدع والحديث يقوي بدعته، ونحو ذلك؛ فلا يحكم للحديث بالصحة حينئذٍ؛ لعدم سلامته من العلة القادحة.(۹)

علت قادحه دادی چې په حدیث کې تر پلټنې وروسته داسې یو سبب ښکاره شي چې د هغه قبولیت ته صدمه ورسوي، یعنې ښکاره شي چې منقطع دی، موقوف دی، راوي يې فاسق دی، حافظه يې خرابه وه، متبدع دی چې حدیث د هغه د بدعت ملاتړی دی او داسې نور اسباب، نو دغه وخت پر حدیث د صحیح حکم نه کېږي، ځکه له یوه زیان رسونکي علت څخه په امان نه ګڼل کېږي.

روایت او درایت | زبیر افغان

د صحیح حدیث په اړه مو د محدثینو پنځه شرایط ولوستل او بیا مو د هر یوه تفصیل بیان کړ چې له هر شرط څخه د هغوی هدف څه شی دی؟ اوس نو راځئ چې پر حدیثو باندې یو عمومي نظر وکړ چې همدغه شرایط د یوه حدیث صحت ته کفایت کوي که یو څه نوره لټه هم په کار ده؟

زما په نظر تر ټولو اړینه خبره دا وه چې د حدیث صحت ته د قران کریم توافق شرط ګڼل شوی وای، که څه هم پوهان وايي چې له قران کریم څخه مخالفت يې د دروغجنتیا علامه ده:

مخالفة الحديث لصريح القرآن أو السنة المتواترة أو الصحيحة المسلمة أو الإجماع.(10)

 او د قران کریم له واضح ایت یا متواتر سنتو یا صحیح ثابت سنت او اجماع سره مخالف وي.

همدا شان يې څو نورې نښې هم بیان کړې دي چې د حدیث وضع په معلومېږي:

المخالفة للحس والمشاهدة، ركاكة المعنى، ركاكة اللفظ،من القرائن اشتمال الحديث على المجازفات والمبالغات التي لا تصدر من عاقل حكيم، والتي تقلل من قيمة الأعمال العظيمة وتغري الناس على المعاصي وذلك بالإفراط بالوعيد الشديد على الأمر الصغير أو الوعد العظيم على الفعل اليسير وأكثر ما يوجد ذلك في حديث القصاص والمتصوفة، من الأمارات الدالة على الوضع أن يكون الحديث مخالفا لسنن الله الكونية.(تېره حواله)

حدیث به د حس او مشاهدې مخالف وي، معنا به يې رکیکه وي( متضاد شیان یې سره جمع کړي وي یا به يې الله ته جسم ثابت کړی وي یا داسې نور) الفاظ به يې رکیک وي( یعنې د بلاغت له علومو سره به سر نه خوري) یا به داسې زیاتوب پکې وي چې دغه ډول مبالغه یو عاقل او هوښیار کس نه کوي، د سترو اعمالو ارزښت به يې کم کړی وي او خلک به يې ګنا ته هڅولي وي، داسې چې پر واړه کار به يې د غټ عذاب ګوتڅنډه کړې وي یا به يې پر واړه کار د ستر اجر وعده کړې وي، دغه ډول زیاتره روایات د کیسه کوونکو او صوفیانو په خوا کې موندل کېږي او بله نښه يې داده چې د کایناتو له جوړښت او دلته له شته الهي اصولو سره ټکر وي.

اوس پوښتنه دا ده چې دغه شرایط محدثینو څومره پوره کړي دي؟ او په یوه حدیث کې د دغه ډول علامیو تر پيدايښت وروسته دوی له حدیث سره څه ډول برخورد کړی دی؟ له قران کریم سره ډېر احادیث واضح مخالف دي، په رسول الله ص د جادو حدیث له قران کریم سره مخالف دی، له الله تعالی ماسیوا نورو ته علم غیب ثابتول له قران کریم سره مخالفت دی، له عقل او مشاهدې سره مخالف حدیثونه هم ډېر دي، هغه چې وايي په پنځو شیانو له الله ماسیوا څوک نه دي خبر، یا هغه چې وايي ماشوم د پيدايښت په څلوېښتو ورځو کې علقه وي، بیا مضغه شي، په داسې حال کې چې طب وايي هره ورځ د تغییر په حال کې وي، د الفاظو رکاکت په حدیث کې دی چې وايي تر بجلکو کښته برخه د جامې/لنګ/ پتلون به په اور کې وي، په داسې حال کې چې که وعید شخص ته وای، بیا به يې تر بجلکه کښته برخه نه یادوله،شخص ته به يې وعید ور کړی وای، نه د جامې یوې وړې برخې ته، پر لږ عمل ډېر ثواب د صلاة تسبیح د لمانځه دی چې تر اوسه يې هم پر منبر ښه ډېر اورېدونکي شته او دغه ډول نور هم د حدیثو په ذخیره کې ډېر دي.

 نو ښکاره شوه چې د صحیح حدیث لپاره یوازې هغه پنځه شرطونه کفایت نه کوي، کله یو حدیث متصل السنده وي، راویان يې عادل او ضابط وي، د محدثینو د شاذ او علت خفی له تعریفه هم ځان تېرولای شي، خو له دې سره باید صحیح ونه ګڼل شي؛ ولې؟ ځکه:

له قران کریم سره مخالف وي، د قران کریم پر قاطع بیان زیاتوب کوي، د یوه داسې حکم او پديدې په اړه بیان کوي چې اصل يې په قران کریم کې هيڅ نه وي، په داسې حال کې چې سنت او حدیث دواړه د قران کریم لپاره د تشریح مقام لري، که تشریح د اصل متن حکم ردوي، زیاتوب پر کوي او هغه مقام چې اصل ور کړی دی، هغه نه رعایتوي، بیا به هم منل کېږي؟ که د یوه راوي له مخالفته حدیث شاذ بلل کېږي، ردېږي عمل نه په کېږي، نو ایا د قران کریم مخالفت د یوه راوي تر مخالفت ډېر قوي نه دی؟ که د یوه محدث ټاپه حدیث د ضعف وادي ته ټېله کوي، نو ایا د قران کریم واضح مخالفت يې د صحت له رتبې نه کښته کوي؟ مشاهده د یوه راوي تر خبرې او مخالفت ډېره قوي نه ده؟ عقل او علمي تجربې د یوه محدث تر وینا ډېر قوت نه لري؟ که د یوه محدث په وینا یو حدیث صحیح کېږي او بیا د بل په وینا بېرته له صحته را غورځي، نو قران، عقل، مشاهده او علمي تجربې هر یو فکټور د محدث د صحت او سقامت تر وینا ډېر قوي او پياوړي نه دي؟

زموږ لویه نیمګړتیا داده چې نه د صحیح حدیث پر شرایطو حدیث تلل کېږي او نه يې د موضوعیت نښو ته پام کېږي، بس هر نقل شوی روایت خلک مني او بیان ته يې مټې را نغښتې دي.

زما په نظر د کره حدیث لومړنی شرط باید د قران کریم توافق او تشریح وای، هر حدیث که له قران کریم سره موافق نه وای یا يې د یوه حکم تشریح نه وکولای، هغه باید د صحت له رتبې وتلی وای، ځکه لویه ستونزه له سند څخه نه ده جوړه، له متن څخه جوړه ده. ډېر داسې کسان چې د عادل او ضابط تعریف به نه پر تطبقېدی، د محدثینو تر پام يې ځانونه ښه ور وستلي دي او د ښه راویانو ډګرۍ يې اخیستې دي، نو د همدغو کسانو روایات د صحیح په رتبه کې داخل دي، په داسې حال کې چې له قران کریم سره متصادم دي، اوس به د محدثینو صحیح روایت منل کېږي او که به قران کریم؟

د حدیثو په برخه کې بله ستونزه د بالمعنا نقل ده، یو روایت له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه صحابي اورېدلی دی، بیا يې د هغه مفهوم روایت کړی دی، له ده څخه بیا تابعي اورېدلی دی، هغه يې هم مفهوم نقل کړی دی، تر هغو پوري چې محدثینو ته رسېږي، په دې کې نو هغه ډېر کم راویان يې درې کسان دي، په داسې حال کې چې ډېری سندونه څلور، پنځه، شپږ او اووه کسه راویان لري، تاسو فکر وکړئ چې پر اوو یا شپږو یا پنځو حافظو به څنګه یو روایت روغ او سالم بالمعنا او بالمفهوم روایت شوی وي؟

یوه مهمه نکته د اصحابو د زمانې په اړه ده چې ښه ډېر منافقان پکې اوسېدل، دغه منافقان د قران کریم له مخې حتا رسول الله ص هم نه پېژندل:

{ وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ نَحْنُ نَعْلَمُهُ} [التوبة: 101]

او ستاسو پر شاوخوا کوچي منافقان او هم د مدینې اوسېدونکي دومره په نفاق کې رسېدلي دي چې ته يې هم نه پېژنې، موږ ته را معلوم دي.

پوښتنه داده که رسول الله ص يې هم نه پېژني، نو صحابه خو يې بیخي نه پېژني، تابعین نو بیخي نه دي په خبر، که له دې منافقانو څخه یو حدیث عیني په هغه بڼه تر محدثه پوري نقل شي چې خپله يې دا منافق وايي، مګر حدیث له اوله سره یعنې د منافق له خولې ناسم راغلی وي، له قران کریم سره ټکر وي، بیا به د دې حدیث د معلومولو لپاره محدثین کومه وسیله کاروي؟ له قران کریم پرته بله هيڅ وسیله ددې حدیث د جاجولو لپاره نه شته، نو باید اولنی شرط يې له قران کریم سره توافق او د هغه د احکامو تشریح وای.

له عقل، مشاهدې او تجربې سره د ټکر نښه يې لازمي نه ده چې په هغه زمانه کې دې پکې پيدا شي، ښايي زموږ په زمانه کې د یوه حدیث همدغه نښه داسې برملا شي چې ټولو خلکو ته يې موضوعیت واضح شي، ځکه له تجربې سره داسې ټکر راوړي چې علم یو څه وای او خبر واحد بل څه، اوس به څه کېږي؟ پر تجربو ولاړ علم به منو که به د یوه راوي خبرې؟ زموږ د وخت علمي پرمختګ د ډېرو روایاتو دغه اړخ را ښکاره کړ، چې له سره بیا کتنه ورته لازمي ده.

نو زما په نظر یو حدیث که صحیح السنده بلل شوی وي، یا هم صحیح حدیث بلل شوی وي، لازمي نه ده چې هغه دې واقعن هم صحیح وي، ځکه دلته د صحت لپاره ډېرکم شرایط دي، او د موضوعیت لپاره چې يې نښې دي، هغو ته يې جدي او لازمه پاملرنه نه ده شوې، یا هم ښايي د هغې زمانې له عقل سره ټکر ونه لري، علم يې رد نه کړي، مشاهده او حس يې بد ونه ګڼي، مګر د اوس وخت علم او مشاهده يې رد کړي، نو پر دې حدیث که هر څومره د صحت مهرونه وهل شوي وي، بیا هم اوس وخت د صحت له رتبې څخه حتمي غورځي او د دغې معضلې حل کول د اوس وخت د پوهانو کار دی چې کره يې له ناکرو څخه د یوې کوټلې تګلارې په عملي کولو بېل کړي.

د صحیح حدیث په بیان کې به ښه وي چې د هغه یو بل ډول ته هم اشاره وکړم، محدثین د صحیح حدیث یو بل ډول هم بیانوي، دوی ورته د صحیح لغیره اصطلاح کاروي، تعریف يې داسې کوي:

صحيح لغيره: وهو ما قصر عن الدرجة العليا في بعض الشروط كالضبط لكن انجبر ذلك القصور بتعدد الطرق فإن لم ينجبر بتعدد الطرف فهو الحديث الحسن لذاته, فالصحيح لغيره أصله حسن لذاته ثم ارتقى بتعدد الطرق إلى الصحيح لغيره.(۱۱)

لغیره صحیح حدیث هغه دی چې ځينې شرطونه يې له لوړې درجې څخه را کښته شوي وي، لکه ضبط، خو دغه کمی يې ګڼو طریقو جبیره کړی وي، که جبیره نه شي، بیا هغه حدیث حسن لذاته دی، لغیره صحیح په اصل کې لذاته حسن دی، بیا د ګڼو سندونو له امله د صحیح لغیره رتبې ته پورته شوی دی.

هغه تعریف چې موږ د مقالې په سر کې وکړ، هغه د صحیح لذاته حدیث تعریف و، دغه يې د صحیح لغیره تعریف دی. تر دې وروسته د هغه حدیث چې محدثین يې مني، دوه نور ډولونه هم شته چې په بله مقاله کې به د هغو په اړه تفصیلي خبره وکړم.

دغه حدیث په سند کې د کم ضبط او یاد له امله کښتې درجې ته راغلی دی، د همدې کمي له امله يې خپله رتبه بایللې ده او که بل سند ورسره ملګری شي، بیا د ګڼو سندونو له امله صحیح بلل کېږي، خو په خپل ذات کې صحیح نه دی، ځکه رتبه يې د کمې حافظې له امله بایلله، خو دا چې سندونه يې ګڼ دي، نو یو مخیز د صحت رتبه هم نه ایله کوي، له دې امله ورته لغیره صحیح ویل کېږي، یعنې په یوه سند صحیح نه دی، بلکې په ګڼو سندونو صحیح شوی دی.

دغه دواړه ډوله حدیثونه د محدثینو په اند مقبول، حجت او په حکم يې عمل واجب دی. که څه هم په دې برخه کې معتزله، روافض او ځينې نور ورسره مخالفت لري، خو د محدثینو لویه برخه پر دې سره یوه خوله دي چې په حکم يې عمل کول لازمي دي.(تېره حواله)

دغه ټول اصطلاحات محدثینو له دې امله را پيدا کړي دي چې دوی تر متني جاجوني سندي ارزونې ته ډېر اهمیت ور کړی دی، په داسې حال کې چې دومره اهمیت ور کول، بلکې که ووایم ډېره برخه تمرکز د سند پر صحت او سقامت کول، له همدې اړخه بیا متن ته د صحیح و ناصحیح نوم ور کول، د ډېرو لویو تېروتنو بنسټ ږدي، ورسره ډېرو ستونزمنو پوښتنو او پېچلو نیوکو ته لار پرانیزي. زما په نظر دغه ډول فوکس چې دوی يې پر سند کوي، کاش ورسره پر متن هم شوی وای، نه دا چې متن یوازې تر سند پوري تړل شوی دی، که سند کره وي، متن يې هم منل کېږي، په داسې حال کې چې خورا ډېر ستونزې به هم ولري. د سند په اړه زه په یوه مستقله مقاله کې تفصیلي مسلکي بحث کوم.

۲۰۲۲/۱۱/۲

سرچینې:

۱) معجم اللغة العربية المعاصرة (2/ 1271)

۲) معجم اللغة العربية المعاصرة (۱/ ۴۵۴)

۳) معجم اللغة العربية المعاصرة (1/ 455)

۴) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 225)

۵) مصطلح الحديث (ص: ۱۰)

6) مصطلح الحديث (ص: ۱۱)

۷) مصطلح الحديث (ص: ۱۱)

۸) مصطلح الحديث (ص: ۱۲)

۹) مصطلح الحديث (ص: ۱۲)

10) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 338)

۱۱) الوسيط في علوم ومصطلح الحديث (ص: 230)

ټول احادیث باید ومنل سي؟ | عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب