پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+څوک باید پر احادیثو بحث وکړي؟

څوک باید پر احادیثو بحث وکړي؟

زبیر افغان

له مذهبي کړیو سره عمومن او زموږ له مذهبپاله کړیو سره خصوصن دا فکر دی چې پر دیني موضوعاتو بحث کول د دوی کار دی، له دې دایرې وتلي کسان به دغې موضوع ته خوله نه ور وړي، یوازې به له دغې دایرې پر صادر شويو موادو باندې شوخوند وهي.

 د ښاغلي انجنیر ګلبدین حکمتیار صاحب له لوري پښتو تفسیر لیکل بیا پر بخاري د حکمة الباري په نوم شرحه او پر ځینو حدیثونو يې نیوکې د دې سبب شوې چې مذهبي کړۍ دا خبره په وضاحت سره د هر چا مخته وکړي چې پر دین بحث د یوه انجنیر کار نه دی، هغه ته چا دا واک ور کړی دی؟

که زه ووایم چې په پښتو کې د قران پلوشې په څېر بل تفسیر تر اوسه نه دی لیکل شوی، نو دا ادعا به مې مبالغه نه وي، خبره مې یوازې د پښتو کړې ده، ځکه په نورو ژبو کې شته، حتا ښاغلي لیکوال هم په دې تفسیر کې له اصل مراجعو د اقتباس یادونه زیاته نه ده کړې، خصوصن د قراني قسمونو په بحث کې چې يې ډېره تکیه د حمید الدین فراهي پر کتاب (الامعان في اقسام القران) باندې کړه، مګر يو ځای يې د بېلګې په توګه هم یادونه نه ده کړې، یوازې د فیل سورت په تفسیر کې يې د هغه نوم اخیستی دی، په داسې حال کې چې خورا ډېره ګټه يې ور څخه اخیستې ده او دا یوه لویه فکري غلا ده چې باید نه يې وای کړې؛ خو له دې نیمګړتیاؤ سره په پښتو کې بې جوړې تفسیر دی او تر اوسه يې هم ساری نه شته.

په پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر ابو الاعلی مودودي چې تفسیر(تفهیم القران) ولیکی یا يې پر ځینو موضوعاتو لیکنې وکړې، د ملایانو له توند او بې سخت غبرګون سره مخ شو، خورا ډېرې ټاپې يې وخوړې، د هغه پر ضد کتابونه ولیکل شول، د هغه فکر ته د فتنې نوم ور کړل شو، اما هغه خپل کار ته ادامه ورکړه او ډېر په زړه پوري بحثونه يې وکړل.

په پاکستان او هند کې د مودودي صاحب په شان نور هم ډېر کسان شته چې له مذهبي کړیو سره تعلق نه لري، خو پر دیني موضوعاتو يې لیکچرونه او لیکنې شته، نورو مثالونو ته يې اړتیا نه شته، یوازې د مودودي صاحب مثال کفایت کوي چې مذهبي کړۍ له خپلې دایرې بهر چا ته د بحث اجازه نه ور کوي. خو بیا په خپله منځ کې هم سره جوړ نه دي، کله چې دوی بحث کوي هم یو بل سره خوري، ټاپې وهي، خلک ګمراه بولي او دوه کسان يې پر یوه لار نه دي سره روان، په عیني وخت کې بیا د دوی په اند نور څوک د بحث صلاحیت هم نه لري.

د حدیثو په اړه چې تازه ښاغلي عبد الباري جهاني کومې لیکنې کړې دي، زموږ د ملایانو غبرګون ورته نسبتن توند و، خو تر ملایانو هغه نیمچه کسان ډېر په غوسه ول، حتا د هغه د شخصیت سپکاوی يې هم کاوه، په داسې حال کې چې پر حدیثو د بحث لپاره جهاني صاحب تر هغو کسانو ډېر مستحق کس دی، کومو کسانو چې د هغه پر شخصیت، علمیت او صلاحیت بحثونه کړي ول.

زما په نظر دغه ډول چلند بې انصافي ده، د دین په اړه یو عام بحث دی او بل مسلکي او د تخصص تر کچې، د عامو بحثونو صلاحیت له خلکو څخه اخیستل هيڅ سهي فکر نه دی، دین نه د چا شخصي ملکیت دی او نه یوازې یوې ډلې ته د هغه د تعبیر واک ور کول شوی دی، کوم بحث چې جهاني صاحب کړی دی، هغه عام بحث دی، هر د نظر خاوند يې حق لري، حتا که پکې خطا هم شي، پروا نه لري، ځکه کوم کسان چې د دې میدان متخصصین ځانونو ته وايي هغوی تر دې کسانو ډېر پکې خطاوزي.

دا یوه عامه پوښتنه ده چې ټول حدیث د منلو دي؟ دا پوښتنه حل غواړي، په دې بحث پای ته نه رسېږي، چې د جهاني صاحب یا حکمتیار صاحب خوله ور بنده شي، بل څوک راځي او دغه بحث ته ادامه ور کوي، تر دې چې بحث کوونکي ورټل شي، دا ښه ده چې بحث په ښه ډول مخته یووړل شي، که د متخصصینو خوا پرې بدېږي، نو بسم الله دې کړي، را میدان ته دې شي، دا ګز دا یې میدان!

که یو مسلکي کس خوله پټه کړې وي، په سونو کلونو کې هیچا خوله چوله نه کړه، نو بیا حکمتیار صاحب او جهاني صاحب ولې د دې واک نه لري؟ دا واک تاسو ته چا در کړی دی چې نور بې صلاحیته کړئ؟

که تاسو وایاست چې زموږ تعلیم، مسلک او زدکړو، نو سهي ده ستاسو د تعلیم په نوم چې پر منبر کوم ناسم حدیثونه ویل کېږي، هغه حدیث چې نه يې روایت کره وي او نه د درایت په تول پوره وي، دغه ډول احادیث هر جمعه د مسجد پر منبر څومره ویل کېږي؟ دغو کسانو ته به څوک وايي چې تاسو يې صلاحیت نه لرئ؟ که یو عام ملا د هري عربي جملې نسبت رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوي، هغه څوک نه رټي، نو انجنیر حکمتیار صاحب او مورخ جهاني صاحب ولې ورټل شي؟

دا یو حقیقت دی چې د حدیثونو په کتابونو کې ټول روایات په تېره هغه برخه چې خبر احاد دي، پر هغه معیار پوره نه دي ختلي چې محدثینو ورته ايښی دی، نو که یو حدیث د روایت او درایت له اصولو څخه مخالف وي، عقلي و علمي نیوکې هم پر کېږي، له قران کریم سره هم سر نه خوري، د دین عمومي پيغام ته هم زیان رسوي، د رسول الله ص شخصیت هم داغ داره کوي، له بل کره حدیث او ثابت سنت سره هم سمون نه لري، ایا یوازې له دې امله به څوک خوله نه ور وړي چې په صحاح سته کې راغلی دی؟

دا خبره ډېره کمزورې ده چې که څوک د یوه فن په ټولو اصطلاحاتو بلد نه وي، نو هغه د عمومي بحث صلاحیت هم نه لري، دا بحث نور نه درېږي، د جهاني صاحب په شان به ډېر کسان نور دې خوا ته لاسونه اوږده کړي او باید وې کړي، ځکه د فن خلکو يې ګونګه روژه نیولې ده، تر څو به خلک د هغوی په انتظار ناست وي او دغه ډول وچ و لانده ګډوډ روایات به له منبر، راډیو، ټلویزیون څخه خپرېږي، کتابونه به په ډک وي او له خلکو څخه به روخی ور کوي؟

د فن مسلکي کسان که په دې پلمو د خلکو خولې بندوي، نو به یا خپله لیڅې ور نغاړي دغه پېټی به اوچتوي، د وچ او لانده تمیز به کوي، یا به د نورو په کار، کار نه لري، یوازې د اصلاح تر حده دې اشاره کوي، نور خلک پوه شول او د دین په اړه يې عمومي بحثونه، هغوی کولای شي چې له نورو ژبو څخه يې د تخصص د برخې کتابونه ترجمه هم کړي، په ګڼو ژبو کې په دې اړه ډېر مواد شته، زموږ دوې ګاونډۍ ژبې اردو او فارسي له تخصوصي دیني موضوعاتو څخه مالامال دي، د هیواد لویه برخه پښتانه مو حتمن په دې دواړو یا په یوه ژبه پوهېږي، که تاسو خپلې ګونګې روژې ته دوام ور کوئ، خلک نور د انتظار وخت نه لري، حتمي خبره ده چې دې میدان کې به له عمومي بحثونو نیولې تر مسلکي بحثونو ټول مطرح کېږي، خو نه ستاسو په خوله او قلم، بلکې د هغو کسانو په خوله او قلم چې تاسو يې ورته صلاحیت نه ور کوئ، یا به عمل کوئ یا مو څوک تریخ پیاز ولاکه په خوله وخوري.

زه په مجموع کې د جهاني صاحب د بحث ملاتړی یم، د هغه په شان نور کسان هم حق لري چې په دې موضوع کې خپل معلومات شريک کړي یا هم پوښتنې مطرح کړي، تر هغو چې دا موضوع بحث ته نه وي لوېدلې، والله که يې څوک د وچ او لانده د بېلولو غم هم وخوري، د حدیثونو په اړه یوه کوټلې تګلاره به هغه وخت رامنځته کېږي چې په وچ زور خلک دې اړ ایستل شي، او تر اوسه د نه بحث له امله دوی اړ شوي نه ول.

حدیث دومره سخته پېچلې مسله هم نه ده، نظري علوم دي، هر څوک يې په مطالعه هم زده کولای شي، بیا نن وخت دا چاره ډېره اسانه شوې ده، په یوټوب کې په دې اړه مواد شته، په هره ژبه کې بحثونه پر شوي دي، په هره ژبه کې ګڼ کتابونه پر شته، نن یو چا ته دا خبره کوله چې ته نه پوهېږې او دا صلاحیت نه لري، ډېره بې بنیاده خبره ده، هيڅ معنا نه لري او نه خلک دومره ساده ګان دي چې د صلاحیت نه ور کولو له وجې به هغوی لاس تر زنې ناست وي، هيڅوک هم نور نه کېني، لار پرانیزئ چې بحثونه وشي، نوي څه را دبره شي، د حدیثونو د جاج لپاره نوي ګامونه واخیستل شي او د محدثینو پخواني معیارونو باندې بحث وشي چې ایا د حدیثو د روایت په برخه کې ورته پام شوی دی که یوازې د اصولو په کتابونو کې لیکل شوي، پلي شوي نه دي یا کم پلي شوي دي؟

یوه مهمه نکته دا هم ده چې موږ په مذهبي کړیو کې د دې برخې متخصص او هغه ډول کسان چې په ښه فني او مسلکي توګه ور باندې په خپله ژبه بحث وکړي، لیکل وکړي، لیکچرونه وړاندې کړي، بیخي ډېر کم دي، نو که څوک پر دې معیار ځان نه پوره کوي، ایا نورو کسانو ته د عمومي بحث اجازه هم نه ور کوي؟ دا کوم منطق دی چې نه خپله عملن په دې برخه کې کار کوي او نه بل ته اجازه ور کوي؟ دا چې اوس د بخاري او مسلم په شمول د حدیثونو نور کتابونه پښتو ته ترجمه شوي دي، ښه وخت يې دی چې د محتوا په اړه يې هم بحثونه وشي، څو مذهبي کړۍ هم دې لور ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه دا برخه يې خورا له ډېره وخته له پامه لوېدلې وه.

په دې برخه کې د لا نورو بحثونو په تمه!

۲۰۲۲/۱۱/۱

3 COMMENTS

  1. زبیر افغان صاخب سلام دی درته !
    ستا لیکنی ډیری پخی، خوږی او معتدلی، علمی، منصفانه او ثقه دی. کاشکی طالبانو ستا په نیمایی پوهه لرلای . تل دی نوشتی او په نوشتو تبصری لولم خوند راکوی روښانه شخص یی . نورو لیکنو ته دی په تمه یاستو. ته دی تعصباتو ته د پایی ټکی ایښودلای شی. ریشتیا چی افغان یی دا تخلص درسره خوند کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب