یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهعزیزي:د يو نیم میلیون ډالرو په ارزښت چین ته جلغوزي صادرې شوې

عزیزي:د يو نیم میلیون ډالرو په ارزښت چین ته جلغوزي صادرې شوې

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن چین ته د شاوخوا یو میلیونو ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۵ ټنه جلغوزي صادر کړل.

د دغه وزارت لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې سرپرست نورالدین عزیزي وويل چې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله شاوخوا ۵۰ ميليارده افغانۍ زيات شوي او د صادراتو زياتوالى په حقيقت کې اقتصادي ثبات، پر ځان بسياينې او پرمختګ ته لاره هواروي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جلغوزیو د نننیو صادراتو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو چارواکو دوه ورځې مخکې وويل،چې د ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یې د ۱۲ ټنو جلغوزیو لومړۍ لویه جوپه له هرات څخه جرمني ته صادره کړه.

طالبان په وروستيو کې ډېر داسې خبرونه خپروي، خو له دې سره بیا هم د هېواد سوداګر او پانګوال له ګڼو ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب