چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهسیدحامد ګیلاني د طالبانو حکومت اسلامي او افغاني وباله

سیدحامد ګیلاني د طالبانو حکومت اسلامي او افغاني وباله

تاند(چهارشنبه، د عقرب ۱۰ مه) د افغانستان د ملي اسلامي محاذ مشر سیدحامد ګیلاني د طالبانو د اسلامي امارت د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې اعلان وکړ چې ګوند یې د اسلامي امارت د حکومت ملاتړ کوي.

ښاغلي ګیلاني د طالبانو حکومت یو اسلامي نظام او د افغانانو حکومت وباله.

ده وویل چې طالبانو د یوه اسلامي نظام او حکومت د جوړولو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي نو حاضر دی چې له طالبانو سره هر راز همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له ښاغلي ګیلاني وغوښتل چې افغانان «د اسلامي امارت» ملاتړ ته وهڅوي.

حامد ګیلاني د پیرسید احمدګیلاني له مړینې وروسته د ملي محاذ مشر شو. نوموړي او کورنۍ یې د افغانستان له پخواني حکومت سره هم ښې اړیکې لرلې. پیر سید احمد ګیلاني د سولې د عالي شورا ريیس و.

نوموړی د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې د زړه د حملې له کبله د کابل په غازي امان الله خان روغتون کې وفات شو.

1 COMMENT

  1. طالبان او ګیلانیان دواړه د لندن د تلبیسی مدرسې شاګردان دی چی البته مسلکی ټولګۍ ئې سره بېلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب