دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهقطر په افغانستان کې د خپلې خيريه موسسې دفتر پرانیزي

قطر په افغانستان کې د خپلې خيريه موسسې دفتر پرانیزي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏په افغانستان کې د قطر سفير سعيد بن مبارک الخيارين د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي،چې هېواد ېې په افغانستان کې د خپلې خيريه موسسې دفتر پرانیزي.

‏د هغه په وينا، دوی په افغانستان کې اړمنو،کونډو او يتيمانو سره مرستې او افغانستان سره د اړيکو پياوړتيا غواړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي،چې ملا

 متقي نوموړي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د قطر همکارۍ يې نه هیریدونکې وبللې.

دا ليدنه په داسې مهال شوې، چې امريکا متحده ايالاتو د قطر پر ځای په يوه بل هېواد کې له افغانستان سره د خطر ځپلو پناه غوښتونکو او خپلو پخوانيو همکارانو د مېشتولو د هڅو خبر ورکړی.

ويل کيږي، چې قطر سمدستي د فوتبال نړیوال جام سیالیو د کوربه توب له امله د نورو افغان پناه غوښتونکو له منلو مخ اړولی.

قطر او طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي او معلومه نه ده، چې د متقي او د قطر د سفیر په لیدنه کې په دې اړه بحث شوی کنه؟

1 COMMENT

  1. افغانان يی سوال ته کینول نو خامخوا باید خیریه مویسی ورته جوړی کړی. یو خو به د خپلو ګناهونو تلافی هم وکړی او بل خوا به خپلو خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړی. هم خرما او هم ثواب.
    پاکستان هم اوس دا کارکوی او ځینی بی وزلو افغانانو ته پی د وچی ډوډۍ د برابرولو رمینه برابره کړی. په دنیا کی څومره خواخوږی خلک شته او بیا په خاص ډول په افغانانو يی زړونه ڼوټه ټوټه کیږی.
    مونږ هم ورته دوعا کو چی الله تعالی دی مونږ ته هم داسی فرصت راکړی چی یوه ورځ دوۍ له مونږه په بدتر حال وی او مونږ يی لاس نیوی کوو او وچه ډوډۍ او خرما ورته وړیا برابره کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب