یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحقاني شبکه روان وضعیت نه سخته ناراضه ده

حقاني شبکه روان وضعیت نه سخته ناراضه ده

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې څو معتبرو سرچينو تاند ته منلې، چې په وروستيو کې د لوی پکتیا طالبان( حقاني شبکه) د لوی کندهار طالبانو (کوټې شورا) سره په ډېرو مسايلو د نظر ژور اختلاف لري او د طالبانو د سخت دریځيو په دوام ناراضه ده.

يوه باوري سرچينه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني څه موده مخکې د دوی امیرالمؤمنین ملا هبت الله ته په يوه خصوصي ناسته کې ويلي چې د طالبانو د واکمنۍ تګلاره او بڼه ورته هیله بښونکې نه ښکاري او که اجازه ورکړل شي، په خپل کور کې به د دوی د یوه دعا ګوی په توګه کيني.

بېلابېلې سرچینې زیاتوي، چې حقانیان د لوی کندهار د طالبانو لخوا د واک په انحصار، د نجونو د ښوونځيو په تړلو، نورو سياسي ډلو سره په نه جوړجاړي او د ټول شموله حکومت په نه جوړولو، نړيوالو سره په نه تعامل او پخوانيو حکومتي منسوبينو او ښځو سره په نا مناسب چلند ژور اختلاف لري.

د تاند موندنې ښيي، چې په وروستيو کې د ډېرو مسایلو په اړه د حقاني شبکې مشرانو یا د لوی کندهار د طالبانو برعکس توند دریځي نه ده ښودلې او یا ېې خاموشي غوره کړې ده.

ويل کېږي، چې دغه شبکه د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيلیدو طرفداره ده.

د حقاني شبکې یوه مشر انس حقاني، چې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خورا فعال و او د طالبانو د‌ سياستونو سخته دفاع ېې کوله، په یوه وروستي ټویټ کې داسې لیکلي:«‏کله چې خلک په ښایسته خبرو فخر کوي نو ته په ښه خاموشۍ فخر وکړه.لقمان حکیم»

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د وياندويانو نظر ولرو، خو ونه توانېدو.

د يادونې وړ ده، چې تازه د حقانیانو په واک کې د طالبانو کورنيو چارو وزارت یو شمېر ښځينه پوليسانې ګمارلي او هم د طالبانو د کورنیو چارو وزیر مولوي سراج الدين حقاني د دوی په واکمنۍ کې د مسلکي کادرونو پر ځای د نا مسلکي هغو په ګمارلو خواشيني ښودلې او دا یې دردونکې ګڼلې ده.

6 COMMENTS

  1. دا هماغه حقانیان دي چې په یوه ورځ یې د جرمني سفارت مخې ته په یوه وحشیانه موټر بمب کې له درې سوو پنځوس ډېر بې ګناه افغانان شهیدان او تر پنځه سوو نور یې ټپیان کړل. دومره بې ګناه افغانان چې دې ډلې وژلي، حساب یې له ملایکو هم ورک دی. اوس هم دداعش په نامه اکثره انتهاري حملې همدوی کوي. کوم سلیم عقل ته هم دا د منلو نه ده چې دوی دې لا انسانان شوي وي. دوی د پاکستان د ستراتېژي عمق په افغانستان کې جوړوي، د پاکستان په ډول ګډېږي او دا نخري هم د پاکستان په اشاره کوي. سر خلاص کړئ ای خوشباورو افغانانو. دوی کې افغانیت قطعا نشته.

  2. د پتنګ ورور دلیکنې سره سل په سله همغږې یم.
    ددې ټولو لاسونه د بی ګناه افغانانو په وینو سره دی او اوس هم د افغانانو په وژلو او ځورولو کی لاس لری.
    افغانان باید د افغانستان د تباهۍ او بربادۍ دښمنان وپیژني او نور خپل ځان په څو خوږو او پستو خبرو تیر نه باسی.

  3. حقانیان دیر خطر ناک خلگ دی د پاکستان مرموزه اجندا پر مخ وری. پاکستان پکی دیر زیات جاسوسان روزلی پاکستان کوشش کوی چی واک حقانی طالباانو ته انتقال کری خو وس یی نه کیگی. دا نه وایم چی دا کندهاری طالبان ملایکی دی خو د حقانیانو په غلامان او غله او ناروا نه معلومیژی. دیر وخت په امارت خیانت حقانی گروب کری وی لکه د علم گل ورورریس داپسپورت ریاست چی شراب کباب او شزی یی وهلی.

  4. ګهیځ چی د فدرالیزم خبره کوی، نو له دی معلومیږی چی د خارجی استخباراتو تاثیرلانید راغلی او زه نه پوهیږم چی دایی په پښتو څنګه لیکلی. فدرالی سیستم اوسنی وخت کی دافغانستان د تجزیی په معنی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب