یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهوزيرستان کې د هدفي وژنو نوې څپه؛۲۳ ساعتونو کې ۳ تنه وژل...

وزيرستان کې د هدفي وژنو نوې څپه؛۲۳ ساعتونو کې ۳ تنه وژل شوي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پښتنو ملتپالو او عامو خلکو د هدفي وژنو نوې لړۍ پيل شوې ده.

د پښتونخوا په ايالتي پارلمان کې د وزيرستان يوه استازي میر کلام پرون په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په ۲۳ ساعتونو کې د دغې سیمې ۳ تنه ناڅرګندو کسانو وژلي دي.

نوموړی زیاتوي:« د اتمانزو د سولې پرلت وروسته دا بهیر د څو میاشتو لپاره ودرول شو، خو په کومې تېزۍ سره چې هدفي وژنې بیا پیل شوې، ښکاري د تېرو څو میاشتو د وژنو کمښت پوره کوی. د سولې لپاره د مسؤلو خلکو لخوا لوړې ادعاګانې دروغ دي.»

ويل کيږي،چې په دغو هدفي وژنو کې تر ډېره د پښتنو ملتپالو سرلاري او ځايي مخور هدف ګرځول کیږي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغو وژنو د پړې ګوته تر ډېره دوی ته نیول کیږي.

د پاکستان پوځ په قبایلي او نورو پښتنو سيمو کې د پاکستاني طالبانو او نورو وژونکو ډلو د مرموزو فعاليتونو اصلي محرک بلل کېږي.

که څه هم پاکستان په دغو سيمو کې د خپلو عملياتو او پوځي ډلو مېشتیدل د سولې تامينول ښيي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین وايي چې که د پاکستان پوځ ریښتیا د سولې د تامین په نیت د پښتنو سيمو کې عمليات کوي، بیا زرګونه کسان چې د جګړې او نا امنۍ قرباني دي، ولې د دوی د موجودیت او مرموزو لوبو خلاف غونډې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب