Homeخبرونهپه ۴ ولايتونو کې د سختو واورو او ورښتونو وړاندوينه شوې

په ۴ ولايتونو کې د سختو واورو او ورښتونو وړاندوينه شوې

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان او پنجشېر ولايتونو او د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې د سختو واورو او ورښتونو وړاندوينه کړې ده.

دغه ریاست پرون په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه واورې او ورښتونه به د عقرب له لسمې تر یوولسمې ووريږي.

سرچېنې د ورښتونو سطحه د ۱۰ او ۱۵ سانتي مترو تر منځ اټکل کړې ده.

افغانستان په دې موسم کې هر کال د داسې ورښتونو شاهد وي.

سږنيو ته یې خلک له دې کبله سخت انديښمن دي، چې بشري او اقتصادي ناورين په شدت سره حاکم دی او د جمهوري نظام د واکمنۍ برعکس طالب چارواکي د طبیعي پېښو زیانمنو سره د مرستې کوم پلان نه لري.

د طالبانو چارواکو او د نړیوالو مرستندویه ادارو مسوولينو له افغانستان سره د ژمي له رارسيدو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...