یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سلطان محمود تاريخي قصر له غاصبانو څخه وژغورل شو

د سلطان محمود تاريخي قصر له غاصبانو څخه وژغورل شو

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د هلمند لپاره د طالبانو ځایي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د سلطان محمود غزنوي تاریخي قصر له غاصبینو خلاص شو.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر مولوي حمدالله مدثر وویل، چې دا لرغونې سیمه د کلونو – کلونو راهیسي د زورواکو له لوري غصب شوې وه، چې تازه د دوی له منګولو وژغورل شوه.

نوموړي همدا راز وویل، چې د دې تاریخي ځای د بیا رغولو په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ډاډ ورکړی، چې په دې اړه یې د نړیوالو موسسو سره خبرې کړي او ژر به یوې مثبتي پایلې ته ورسېږي.

مولوي مدثر زیاته کړه، چې د غاصبینو څخه د تاریخي ځایونو د پاکولو بهیر جریان لري او ژر به ولسوالیو کې هم تاریخي سیمې له زورواکو خلاصې او ترمیم شي.

طالب چارواکو د ياد شوي قصر په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

3 COMMENTS

  1. ‎دنارنج لرغونې ماڼئ
    ‎زه غواړم چې د جمال افغان د زړه پوري او د ښه خبر د کلا بست د غزنوي ماڼئ په هکله د زړه له کومي ستاېل وکړم او مننه ځني وکړم. زما هيله ده چه نوموړی خبرېال به وخت ومومي اوهڅه وکړي چې د ېوې بلي ماڼئ ، د نارنج دلرغوني ماڼئ په باره کښ هم زيار وباسي او ېو راپور سنبال کړي. زما ددې هيلي لامل دادی چې د ېوې خوا د نارنج د ماڼئ تاريخ د افغانستان دڅرمه ( معاصر) تاريخ پېل دی او د افغانانو او پښتنو د خپلواکی غوښتني د وروستني څپرکي شروع ده خو همدغه رنګه دا ماڼئ ېو ستر لرغونی دوه زره درې سوه کاله تاريخ لري چې مقدوني سکندر ېې بنسټ ايښی وو او بايد د ملګرو هيوادو له خوا د مهمو بشري آثارو په توګه ېې ثبت منل شوی وای چې په خوندي کولو کښ به ېې نوموړي موسسې مرسته کړې وای. د بده مرغه نه ېوازي دا ماڼی او شاوخوا ېې خوندي نه شوه، خو دتېرو لنډه غرانو په وخت کي لکه هر څه باندي چې سوداګری کېدلې دا ماڼی هم وپلورل شول (په څلوېښت لاکه افغانی چې پنځه سوه زره ډالره شي). او دا نوي خاوند يې د بولډوزر په توسې ( واسطه) کيندنه ( حفريات!!!!) پېل کړه. دا ويډېو وګوری

    https://youtu.be/ZUk3GtMuMwE

    په يوټيوب کښ نور ويډيوي هم شته دي چې په هغه کښ د بولډوزر حفاري عملا ليدلای شی.

    تاسي کولای شی چې د ګوګل د سپوږمکی په کروکي google satellite map کښ دا شمېرکچه ( coordinates) وپلټی چې د نارنج د ماڼی انځور وګوری. همداسي کولای شوای چه دا انځور په 3D ېعني درې اړخي ننداره هم وګوری چې ماڼی د شااوخوا او ېا د قيتول د غره ننداره هم کتلای شی . نو دادي د کړوکي کچ شمېرونه (Numerical coordinates on the map)
    65° 39’ 33” N
    31° 36’ 08” E
    دا ماڼی او د شاوخوا کلا چې زوړ کندهار دی نادر افشار پسله ېو نيم کال کلا بندی څخه کله چې هره ورځ په درنو عصري توپونو ېې کلا باندي ‌‌‌‌‌‌ډزي کولې ورانه شول. لوستونکي دي اند وکړي چې څو مره افغان او پښتانه ځلمیان به په هغه کښ شهيدان شوي وي . شاه حسېن هوتک پسله ېو نيم کال کلا تسليم کړه ځکه نه د چښلو اوبه پاتې وې او نه د خوړلوټيکله. نو نادر افشار هم ټوله کلا ورانه کړه او هم ېې ماڼی او ښار ته اور واچاوه.
    دا د کندهار زوړ ښار او د ماڼی شا ته د قېتول غر دی. داسي ښکاري چه قېتول ېا کېتول د ېو بوداي بتتون (معبد) نوم وو چه د غره و څوکي ته نزدې پروت دی. ددې کلا او دښار د مېنځ د ماڼيو انځرونه په څو کتابو کښ موندلای شی. که تاسو په ويکيپيډېا کښ Kandahar وپلټی په هغه کښ ېو ښايسته ميناتور انځور د زاړه ښار ومخ ته په زېږديز کال 1638 کښ صفوي لښکري د شاه جهان مغول لښکرو ته د ښار تسليم ښکاره کوي. دښار کلا ېې تر شا ده چه ېو درې څنډيز( مثلثي) بڼه ېې ښکاره ده. دا درې څنډيز‌‌ه د کلا بڼه په نورو پخوانی کتابو کښ د ښار په انځورو کښ هم ښکاره ده. د بېلګې په توګه د نومېالي ليکونکي استاد معصوم هوتک په ويبپاڼه HotakOnLine.com کښ د “زوړ کندهار” په نوم ېو مضمون شته چې په هغه کښ دېو فرانسوي ګرځوندونکي دکتابه څخه د ښار دکلا انځور او په مابېن کښ ېې د نارنج ماڼئ په ېو وړوکي کلاګوټي کي ښکاره کوي. د انځور دپاسه په فرانسوي ليکل شوي دي ” دکندهارښاراود هغه د مشهوري کلانخشه، چي په ټوله آسیاکي ډېرښه ځای دئ” ( دا د استاد هوتک ژباړه ده، مننه د استادصاحب څخه).
    ‌‌‌‌‌دا بايد ذکر شي چې دا فرانسوي سياح ( Jean Baptiste Tavernier)ېو مشهور د الماسو تاجر وو، چې پخپل ژوند کښ ېې څلوېښت کاله او اوه ېونه ېې په آسياي هيوادو کښ وکړه. ده ترکيه، ايران، افغانستان، هندوستان، او اندونيزيا کي ټول دوه سوه زره کيلومتره سفرونه کړي وه. دده شهرت پدې کښ دی چې دی د Hope په نوم د ېو مشهور الماس چه ۱۱۲ قيراط درونوالی لري موندونکی ېې دی. دده ېون په افغانسان کښ د خوشال خان خټک د ايسارېدو د کلو سره مطابق دی.
    د تاورنير د کتاب انګريزي ژباړني ېونليک نوم Travels in India دی چه په انټرنېټ کښ شته دی. د نوموړي کتاب په ۲۵۸ پاڼي کښ د درې څنډيز کلا انځور او په مېنځ کښ ېې د نارنج د ارګ کلاګوټی او همدغه رنگه د ښار د کلا د ورو نومونه هم ليکل شوي.
    ‎د کندهار د زاړه ښار علمي حفريات د 70 په لسیزو کښ چې هيواد کښ آرامي او پر موږ افغانانو هسک نسکور شوی نه وو هم د هارورډ او هم د کمبرېج د پوهنتونو پوهانو کړی چه په امازون کښ ېو کتاب هم شته دی
    Harvard Univ. archaeology Old Kandahar
    https://whitelevy.fas.harvard.edu/old-kandahar-archaeological-reappraisal
    Cambridge Univ. British Archaeology in Naranj Palace
    https://bit.ly/3fGfSc0
    دا ښار د هوتکو د امپراطوری پلازمين وو. هغه امپراطوري چې ظالم او وحشي صفويانو ته ېې سقوط ورکړ او دهغه وخت امپراطوری ېې د هورموز تر اوبخوڅي رسولې چې افغان ځوانانو ېې د اوبخوڅي دفاع د افغان نومېالي تورېالي جنرال او دپلومات سيدال خان ناصر په مشرتابه د انګرېزانو په مقابل کښ کاوه او هم ېې و عثماني امپراطوری ته په تبرېز کښ ماته ورکړه.
    ېو اضافي ېادونه: زه کله نا کله زړې نخشې زموږ د منطقې پېرودم. زما سره ېوه د 1812 زېږېديز کال کڅه شته چې ېوه ناپلېوني جنګي نخشه ده . په هغه کښ د افغانستان هيواد د کندهار په نوم دی. پرکڅه هم د کندهار ښار، هم ولاېت او هم هيواد واضح ليکل شوي. نو هغه افغانانو ته چه هيله لري چې د هيواد نوم بل نوم ته واړوي نو د تاريخي سابقې اواستناد پر بنسټ زه وړاندېز کوم چې دانومونه هم کانديد نومونه دي: کندهار، هرات ، بخدې، باختر، روه او ……… ( زما هيله ده چې د لوستونکو خوا می نه وي بده کړې) 😁
    هغه لوستونکي چې غواړي د نارنج د ماڼی نوري ويډوېوګاني وګوري نو ېوټيوب کښ دې وپلټي. د بېلګی په توګه:
    https://youtu.be/ZjMA9reT4EY
    په لاندي ويډېو کښ چې درې مياشتي مخ کښ خپره شوې د نارنج ماڼی اوسنی حالت ښيي:
    https://youtu.be/9_hqLj4tOVQ
    د لوستونکو څخه بښنه غواړم چې د موضوع د اهميت د ښکاره کولو دپاره زما ليک اوږد شو.
    بېرته به راشم و موضوع ته: په دې کښ خو هيڅ هيوادوال شک نه لري چې د هيواد اوسنی وضع ويجاړه ده، او هيچا ته ښکاره نده چې د ژمي په ساړو کښ به زموږ بد بخته اولس نور هم څومره ژوبل شي. زه واېم چې څنګه چه جمال افغان په خپل پورته ليکنه کښ وېلي چه د غاصبينو لاس ونيول شو. دا نو زياتره مهمه ده چه د نارنج ماڼی او شاوخوا چاپېر کښ د ګرده غاصبينو مخه ونيول شي. د ماڼې حالت او چاپېر ېې دومره ويجاړ دی چې د ماڼئ د چاپېر ګرده حکومتي مځکي خلګو غصب کړي, او خلګ اوس ماڼی نړوي چې د خاورو څخه ېې د کورو دخټو کار واخلي. کېدلای شي چې د خښتو جوړولو د اور داښونه هم جوړشي, او په څو کلو کښ به نه نارنج وي نه زوړ ښار. تاسي که هغه پورته ويډېو چه درې مياشتي د مخه خپره شوې وګوری نو ېوه غټه مدرسه هم پر حکومتي د بيت المال پر مځکه جوړه سوې. د بېت المال د مځکو غصبول که غلا او ګناه ده نو د مځکي غصبول د مدرسې جوړولو د پاره هم ګناه ده. او هر څوک چه دا ادعا کوي چې ګوندي دا ثوابونه لري نظر ېې درست نه دی. ځکه غلا ستره ګناه ده دا نو ثوابونه نه لري. که څوک دومره د ثوابو د ټولولو په هله ځله کښ دي نو شخصي پېسې دي راټولي کړي نه دا چې د افغانستان د اولس بېت المال چور کړي. زه نه غواړم چې عفت د ژبي او یا د لیکني مراعات ونه کړم خو دا زه د هغه پښتو مشهوري کېسې په اند کي واچولم ( درنډی کيسه).
    زما وړانديز دادی چې نارنج ماڼی د چور او چپاول مخه ونيول شي او په چاپېر غصب شوو مځکو کښ ېې ېو بڼ جور شي. دا رنګه به زوړ ښار سياحين را جلب کړي، او افغان راتلونکي نسلو ته ېو د را ټولېدلو ځای مونده شي چې ټول پخواني افغان شهيدانو ته به د زيارت او دعا ځای وي او هم د تاريخ د زده کړي او عبرت ځای. تر ټول ستر کار به دا وي چه و پوهانو ته به لار خلاصه شي چه بولډوزر حفاري (!!!!) مخ نيوی وکړي.
    جمال افغان صاحب: تاسو به هيواد ته ډېر ستر چوپړ کړی وي چې ېو مفصل راپور د نارنج ماڼی په باره کښ خپلو لوستونکو ته تېار کړی. د عصري خپرونو ېو مهم رول په جامعه کښ نه ېوازي و خپلو لوستونکو\ليدونکو ته معلومات ورکول دي همدغه رنګه د چارواکو خبرول او ددوی د حکومتداری په وظيفه او مسوليت پوهول او خبرول.
    ګربت

  2. ‎د نارنج د ماڼی د ويډېو پلټل او موندل په يوټيوب کي دېو مشکل سره مخ ته دی او هغه دادی چه هغه ويډيو ګاني چه زموږ هيوادوال په يوټيوب کي ايږدي د هاشټاګ څځه استفاده نه کوي. نو زه هم ددې مشکل سره مخامخ سوم. نو دادي ېو څو نوري ويډېګاني چه د تاند لوستونکو ته به جالب وي:

    https://youtu.be/Dx8bOHGZ4Ps
    ‎ نارنج ماڼی, or Naranj Palace, or Old Kandahar
    Or illegal excavations in the old city of Kandahar
    See this one : https://youtu.be/VeoNKN0zzT0

    https://youtu.be/argDLpfULRM

    ‎ دشاه حسېن هوتک کور ماڼی کي کيندني
    https://youtu.be/Z-WcintzVnE

    ‎ددې دپاره چې په يوټيوب او ګوګل کي د ېو موضوع پلټل آسانه سي نو مثلا په يوټيوب کي د مربوطي موضوع نوم که د ويډيو په توضېح کي د موضوع د نوم دمخه د # اشاره/نښه وليکل سي نو د يوټيوب پلټونکی په آساني سره کولای سي چه ټول مربوط ويډيو ګاني مونده کړي او دکمپيوټر پر مخ ېې ښکاره کړي
    ‎ دا نښه د # نوم هاشټاګ Hashtag دی.
    ‎ دا لاندي ېو مثال د # هاشټاګ د استعمال د نارنج دماڼی دی
    #NaranjPalace
    #NarangPalace
    #OldKandahar
    #Afghanistan
    #KandaharExacavations
    #دنارنجماڼی
    #دنارنجقصر
    #دشاهحسېنکور
    ‎ متوجه اوسی چه کله چه # استعمال کړو نو د حروفو تر مېنځ و فاصلې ته اجازه نسته.
    نو که پورتني هاشټاګونه د نارنج د قصر د ويډيو د توضيح په برخه کي استعمال سي، بيا نو ضرورت نسته چې ليدونکي خپل وخت د نارنج د ماڼی د ويډيو ګانو د پلټلو دپاره خپل ډېر وخت ضاېع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب