HomeخبرونهPTM په فرانسه کې پر پښتنو د ظلم او افغان نجونو د...

PTM په فرانسه کې پر پښتنو د ظلم او افغان نجونو د ښوونځيو د تړلو خلاف لاريون کوي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب يوولسمه)‏‌ ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په فرانسه کې د روانې نومبر مياشتې په شلمه د لاریون اعلان وکړ.

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي:« دغه لاريون به په Place de la République کې ماسپښین 02:00pm څخه تر 05:30pm پورې تر سره شي.»

ښاغلي پښتين د طالبانو د حاکمې ادارې لخوا پر افغان نجونو د تعلیمي بندیز ختمول، په خیبر پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کې د ظلم جبر او ترهګریزې پالیسۍ مخالفت، د پاکستان له زندانونو څخه د علي وزير او حنیف خلاصون او ورته نور مسايل د دغه لاریون اصلي موخې ګڼلي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په وروستيو کې د پاکستان د مختلفو برخو تر څنګ په نړيواله کچه خپلې مبارزې پراخې کړي، چې د مينه والو تاوده هرکلي سره يې مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...