یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهاسوشیتید پریس: روسیې افغان کومانډو ته یو نیم زر ډالره معاش وړاندیز...

اسوشیتید پریس: روسیې افغان کومانډو ته یو نیم زر ډالره معاش وړاندیز کړی

تاند(سې شنبه، د عقرب اسوشیتید پریس خبري اژانس د باوري سرچینو په قول ویلي چې روسیې د افغانستان د پخواني نظام د ملي اردو هر کومانډو ته د اوکراین پر ضد په جګړه کې د برخې اخیستو په بدل کې د نورو امتیازونو ترڅنګ یو نیم زر ډالره معاش وړاندیز کړی دی.

له بلې خوا امریکا افغان کوماند، ځواکونو ته ویلي چې امریکا ته ورشي.

لومړی پلا په دې اړه د اکتوبر په ۲۵ مه فارن پالیسي خپرونې راپور ورکړ، ویې ویل، روسیه چې د اوکراین په جګړه کې له حدي ستونزو سره مخامخ ده، د افغان کومانډو د جلب و جذب په لټه کې ده.

فارن پالیسي: روسیه د افغان کومانډو د جلبولو هڅه کوي

اسوشیتید پریس خبري اژانس تایید کړې چې مسکو د اوکراین د جګړې لپاره د افغان کومانډو ځواکونو د ګومارلو په حال کې دی.

د اسوشیتید پریس خبري اژانس پر اساس، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان د پخواني نظام یو شمېر کومانډو او ځانګړو ځواکونو ګاونډیو هیوادونو ته پناه یووړه او یو شمېر هم دننه په هیواد کې بند پاتې شول.

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو یوه جنرال عبدالروف ارغندیوال، چې ایران ته تښتېدلی، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي:«دوی نه غواړي چې د اوکراین جنګ ته لاړ شي، خو بله چاره هم نه لري. دوی له ما پوښتنه کوي چې د حل یوه لار وروښیم، څه باید وکړو؟ که افغانستان ته ګرځو، طالبان به مو ووژني.»

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین جګړې ته د افغان کومانډو د لېږلو په اړه د روسیې د هڅې په غبرګون کې وویل چې پخواني افغان کومانډو هڅوي چې د امریکا د مهاجرت د پروګرام له لارې متحدو ایالتونو ته ورشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب