شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامريکا د قطر پر ځای بل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو...

امريکا د قطر پر ځای بل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو لېږد پیلوي

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د قطر پر ځای بل هېواد ته د افغان خطر ځپلو پناه غوښتونکو د لېږد د هڅو خبر ورکړی.

د دغه وزارت ویاند ند پرایس په قطر کې د فوټبال نړېوال جام سیالیو ته په اشارې ویلي،چې د‌ دغو سياليو له امله افغانستان نه د تخلیې بهیر د رامنځته کيدونکي ځنډ د مخنيوي هڅې کوي.

نوموړي دا هم وويل، چې له افغانستان څخه د هغو کسانو د لېږد لړۍ لا هم روانه ده، چې امريکا متحده ايالاتو سره ېې د شل کلن ماموريت پر مهال کار کړی او اوس ېې د طالبانو له امله ژوند ته خطر پېښ دی.

امريکايي وياند د لېږد د روان بهیر د الوتنو له شمېر څخه ناخبري وښوده.

د قطر چارواکو او د طالبانو د حاکمې ادارې مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې سلګونه زره خطر سره مخ افغانان، چې امريکا او نورو هېوادونو ته یې د لېږد ژمنه شوې، لا هم له بې سرنوشتۍ څخه شکایت کوي او له نړيوالو د دوی د ژر لېږد غوښتنه کوي.

د طالبانو حاکمې ادارې بیا ادعا کړې، چې هیڅوک د دوی له خطر سره د مخ کيدو له امله هېواد نه، نه دی وتلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب