Homeخبرونهجلال اباد کې یو سیمه ییز خبریال په وهلو ټپي شوی

جلال اباد کې یو سیمه ییز خبریال په وهلو ټپي شوی

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ په جلال اباد کې د انعکاس ټلويزيون يو خبريال نياز محمد خاکسار د نا څرګندو وسله والو له لوري ډبول شوی او ټپي شوی دی.

د انعکاس ټلويزيون د نشراتو مسوول شکرالله پاڅون د‌ دغه خبریال په اړه ويلي:«د نورو ټپونو ترڅنګ يې يوه سترګه سخته ورته ژوبله کړې.»

هغه زياتوي:«دا څووم ځل دی، چې په ننګرهار کې زموږ همکاران وهل ټکول کېږي او ګواښل کېږي او حتی په چيک پواينټونو کې د ولاړو اوسنيو موظفينو له لورې ستغې سپورې ورته ويل کېږي، دا پېښې مو څو ځل د خبريالانو خونديتوب کمېټې سره شريکي کړي، نه پوهېږو ولې يې مخه نه نيول کېږي.»

په ننګرهار کې د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته د انعکاس په ګډون د ننګرهار او هېواد سلګونه نورو رسنیو د تړل کیدو خبر ورکړل شوی.

تېره شپه پخواني ولسمشر حامد کرزي ته منسوب ټلویزیون کابل نیوز هم خپل نشرات ودرول، چې دلیل ېې د اقتصادي ستونزو تر څنګ د طالبانو سخت فشارونه ښودل شوي.

د طالبانو چارواکي او وياندويان د رسنيو پر وړاندې خنډ جوړول او هېواد پرېښودو ته د خبریالانو مجبورول نه تاییدوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...