یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي خپلو بهر مېشتو مخالفانو سره خبرې رد او دوی په پردۍ...

متقي خپلو بهر مېشتو مخالفانو سره خبرې رد او دوی په پردۍ غلامۍ تورن کړل

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د طالبانو د حاکمې ادارې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د دغې ادارې د استخباراتي ځواکونو په یوه غونډه کې د طالبانو بهر مېشتي مخالفان د پردو په غلامۍ تورن کړل او ويې ويل د دوی خلاف ایتلافونه او تنظيمونه د پینځو روپو د ترلاسه کولو لپاره جوړېږي.

امیرخان متقي خپلو استخباراتي او نورو ځواکونو ته په اشارې وویل، چې طالبانو د خپلو دغو ځواکونو په ککرۍ او قربانيو افغانستان «ګټلی» او چا ورته اوسنۍ واکمني په خیرات نه ده ورکړې.

ملا متقي د طالبانو مخالفانو ته په اخطاریه ډول وويل، چې دوی به خپله اداره بيا هم په ککريو ساتي.

نوموړي بهر مېشتو افغانانو ته په خطاب کې زياته کړه، چې هېواد ته دې ستانه او د ده په وینا د « عزت او شرف » ژوند دې وکړي.

هغه پرته له دې، چې خپلو مخالفانو سره د سولې خبرو یا د افغانستان د راتلونکي په اړه د خبرو اشاره وکړي، بهر مېشتو مخالفانو ته ېې په خطاب کې وویل، چې د طالبانو اداره دې پیاوړې کړي او په بدل کې دې افغانستان کې «امن» ژوند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د طالبانو یو شمېر مخالفو ډلو دوی سره د سولې له لارې د تفاهم ټينګار کړی.

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل کې له مېشتو افغان سیاستوالو ( حامد کرزي او عبدالله عبدالله) سره په وروستيو ټلیفوني خبرو کې د ملي روغې جوړې د خبرو په هر څومره ژر پیل ټینګار کړی.

د سولې او عدالت په نوم د طالبانو د یوې مخالفې سیاسي ډلې مشر حنیف اتمر روانه اونۍ طالبانو ته خبرداری ورکړ، چې د دوحې تړون د مذاکراتو له دوام پرته به افغانستان او ځان دواړو برباد کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي خپل بهر مېشتي مخالفان په داسې مهال په پردۍ غلامۍ تورنوي، چې د دوی مخالفان بیا پر دوی د ګڼو هېوادونو او په خاص ډول د پاکستان د غلامۍ تور لګوي او وايي، چې د متقي په ګډون ډېرو طالب مشرانو لا کابل ته د خپلو کورنيو د لېږد اجازه نه ده موندلې.

شنونکي ټينګار کوي، چې ورته څرګندونې د افغانستان په خیر نه دي او بايد ټول لوري په خبرو د افغانستان د زياتيدونکي ناورين د مهارولو لپاره لاس په کار شي.

3 COMMENTS

  1. دا به ښه خبره نه وي.
    دلته هېڅوک خپلواک نه، بلکې د يو چا پورې تړلی دی او طالبان له دې توره مستثنی کېدای نه شي.
    طالبان مجبور ومکلف دي چې په کور دننه اړخونو سره خبرو ته کښيني او د حل يوه لاره ومومي.

  2. موتکي نو کله خپلواک دی ؟ دا سرینا هوټل کې چای او قهوه څوک څښي؟ تاسوته داسرپرست حکومت چا جوړ کړ؟
    تاسو جناب په دې یوه کال کې څومره توره وکړه او خپل هېواد مو په کومو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په رسمیت وپېژانده ؟
    خپل ملت ته مو کوم خدمت یادولی شئ ؟
    زما مشوره تاسو ته داده چې له خپلو هېوادوالو سره کښېنئ ، مشورې وکړئ ، له مخالفینو سره خپل نظر تبادله کړئ . قدرت که نه تقسیموئ له نظریاتو او مشورو نه یئ ګټه واخلئ . خپل خلک مه وژنئ ، او که داسې انتقامونه اخلئ ، نو د تاسو او هغو پرونیو واکمنانو فرق به په څه کې وي . که هغوی ظلم وکړ ، تاسو یې هم کوئ . که هغوی فاسد او د پردیو غلامان ول ، تاسو هم یاستئ . هغوی د اصلي بادار غلامان ول ، تاسو بیا د پښتو د متل په اساس : د مینځې ، مینځه یاستي . خواره دې شي هغه مینځه چې د مینځې ( پنجابیان ) کالي مینځي . په اتهامونو او کنځلو څه شي لاس ته نه درځي .
    راځئ یو بل ته لاس ورکړو ، د قرآني احکامو په رڼا کې یوبل سره مشورې وکړو. یو مضبوط ، باثباته ، متحد او پرمختللی افغانستان جوړ کړو .

  3. ښاغلي متقي صاحب ، تاسو د ملي دفاع ، کورنیو چارو اویا دملي امنیت چې ستاسو په اصطلاح ورته استخبارات وایی ، وزیر اویا رئیس نه یاستی . ستاسو دنده او مکلفیت معلوم دی چې د افغانستان د باندینیو چارو د وزارت سرپرست یاست.
    هیله ده هرچېرته ځان مه مشغولوی. له نړیوالو سره تعامل زده کړی او د زاریو پرځای هغو عواملو د له منځه وړلو په برخه کې کار وکړی چې د افغانستان خلک له ستونزو خلاص شي . هره ورځ چې تېریږي زمونږ هېواد پرخپل ځای ولاړ او حتی شاته ځي . نړیوال پرمختګ پر یوه ځای نه دریږي . که ستاسو د ملګرو همدا لجاجت او یو پربل انتقادونه وي ، د تاریخ ټوله ملامتي به ستاسو په غاړه وي . تاسې پرټول هېواد سل په سلو کې حاکم یاستی . ستاسو مخالفین حد اقل د وطن اقتصادي تاسیسات نه ورانوی ، قتل عام نه کوي .
    تاسو چې ځان د اسلامي دولت جوړونکی او حامیان بولی ، د نورو په شان اعمال مه کوی .
    ستاسو دوست ګاونډی پاکستان تل ستاسو پرځای په نړیوالو محافلو کې ستاسو پرځای خبرې کوي ، پر افغانستان انتقادونه کوی او تاسې ورته د تروریستي ډلو حامیان معرفي کوي .
    د مجبورو افغانانو لپاره د پاکستان ویزه یواځې په تور بازار کې تر زرو دالرو لوړه شوېده . باید دا ستونزه د پاکستان له سفیر سره حل کړی . د افغان سوداګرو په مخکې له پاکستان سره ستونزې حل کړی ، دا ستاسو له دندو نه دی ، نه امنیتي پرسونل ته تبلیغ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب