یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پښتونخوا« هنر کور» مرکز له ملتپالنې سره د ځوان پښتون کهول...

د پښتونخوا« هنر کور» مرکز له ملتپالنې سره د ځوان پښتون کهول په لیرې والي بحث بللی و

تاند:(سی شنبه ،د عقرب لسمه)‏‌ د پښتونخوا« هنر کور» فرهنګي مرکز له ملتپالنې سره د ځوان پښتون کهول د لیرې والي په اړه مباحثوي غونډه بللې وه.

په دې غونډه کې د ملتپالو ګوندونو او خوځښتونو په ستونزو، د دوی خلاف د مقتدرو قوتونو په دسيسو او حل لارو خبرې شوي.

د یادې ناستې ویناوال پروفېسر ډاکټر عثمان خان و، چې ورسره د هنر کور مشر امجد شهزاد، شهاب چکدروال،اظهار خان ،ډاکټر نور خان ،ننګيال يوسفزي، اقبال حسېن او د نظر نورو خاوندانو هم په بحث کې برخه لرله.

د هنر کور مشر وايي، چې ورته ناستو ته به دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې د دغې ناستې په پای کې د ټنګ ټکور پروګرام هم وشو، چې د امجد شهزاد ترڅنګ خضر ياسين ،ابدال شهزاد ـ امن شهزاد، وجدان شهزاد، اتل داوړ ،وياند داوړ او نورو هنري څېرو پکې ګډون کړی و.

دا ناسته په داسې مهال شوې، چې په وروستيو کې د پښتنو مشهور ملتپال سياستوال غلام احمد بلور د پېښور په پارلماني ټاکنو کې د عمران خان تحریک انصاف ګوند له کاندید څخه ماتې وخوړه.

له دې سره، په پښتونخوا کې د ملتپالو ګوندونو او خوځښتونو د کمرنګه کیدو په اړه انديښنې زياتې شوي او فعالان ېې د حل لارو په فکر کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب