شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بدن وزن له خپګان او خوشالۍ سره تړلی دی

د بدن وزن له خپګان او خوشالۍ سره تړلی دی

ډیر خلک به مو لیدلي وي چې له سختو غمونو او ستونزو سره مخ وي، خو پر چاغښت یې کوم اثر نه غورځوي. او برعکس داسې خلک به مو هم لیدلي وي چې ښه سهولیت او ارام ژوند لري، خو بیا هم نه چاغیږي…

ډاکټره ولوله حمیدي دا موضوع ډیره ښه روښانوي. نوموړې خوښي او خپګان د انسان د وزن په کمیدو او زیاتیدو پوري تقریباْ یو شان تړې.

هغه وايي؛
۱. خوښي
که یو انسان خوښ ژوند ولري کولی شي خپل وزن یا هم لږ او یا هم ډیر کړي.
ته وچ /وچه يې مګر؛ د خوښيوو ډک ژوند لرې کولی شې منظم او ښه خوراکونه وکړې او ځان په دې ترتیب چاغ کړې.
همدا شان خوښ انسان که ډیر وزن ولري هم کولی شې ځان په اسانۍ سره وچ کړې.

فکر وکړئ!
یو څوک د ډیر وزن درلودونکی دی او په خپل ژوند کې ډیر خوښ دی، نوموړی غواړې خپل وزن لږ کړي، هغه کولی شي منظم غذايي رژیم واخلي، په ارامه فکر سپورټ وکړي، په خپل خوراک حاکمیت او کنټرول ولري او لږه ډوډۍ وخوري، نو همدا لامل ګرځي چې نوموړی شخص خپل وزن کې کمښت راوړي.

۲. خپګان
خپګان هم لکه د خوښۍ په چاغوالي او وچوالي ډیره اغیزه پریباسي.

فرض کړئ!
یو شخص د ورځنیو پیښو او یا هم ورته د شکمنو پیښیدونکو عادي ستونزو په اړه فکر کوي یا په عامه اصطلاح د هرې عادې مسلې په اړه هم سوچ کوي، خو په ژور خپګان نه وي اخته شوی، نو دا ډول اشخاص د ډوډۍ خوړلو پر مهال بې کنټروله کیږي او ډیر خوراک کوي چې همدا ددې سبب ګرځي چې نوموړی کس ژر او ډیر چاغ شي.

بله ډله خلک هغه څوک دي چې ژور خپګان باندې اخته وي چې دا ډول خلکو ته رواني ناروغان هم ویل کیږي او دا ډله وګړي ډیری بې کاره ځوانان، په سختو ستونزو کې ګیر خلک او میرمنې دي.

ژور خپګان اشتها سوځوي او نه یواځې دا چې وزن ډیر والي ته مو نه پریږدي بلکې، درڅخه شته وزن هم اخلي.

خو له دې سره سره غوره ده چې موږ باید مناسب وزن ولرو، ځکه ډیر چاغښت هم زیان لري او ډیر وچوالی هم.

که چیرته غواړئ نارمل ژوند چې یا نه ډیر او نه کم وزن ولرئ، نو لازمه ده چې؛

– خپل خوراک سره مو ډیر احتیاط نه کار واخلئ، د شپې ډیر خوراک مه کوئ، هغه خواړه مه خورئ چې ستاسې د چاغوالي لامل کیږي، لکه وریجې.

– هر سهار قدمونه واخلئ. که ممکنه وي کله چې دندې، کار یا هم کور کې یاست، نو تر یوه ځایه په خپلو قدم واخلئ. اوسنی پسرلنی موسم خو بیخي د منډې، پلي تګ او ګرځیدو لپاره ډیر مناسب دی.

– که چیرته بهر ته وتل سخت وي یا نه شئ کولی، ښه دی چې په خپله کوټه یا انګړ کې عادي ډول ورزش وکړئ، مثلاً ځان وغځوئ، سینه کشي وکړئ، خپل لاسونه مو د ملا په کاتولو سره تر پښو څو ځلې ښکته پورته کړئ، ځای پر ځای حرکتونه وکړئ…

– که کار ځای یا دفتر کې یاست، کوښښ وکړئ چې ټوله ورځ په یو ځای کیښننئ، بلکې د کار په منځ منځ کې وخوځیږئ او حرکت وکړئ، ځکه دا هم درسره مرسته کوي چې تاسې حرکي اوسئ او ځان نارمل وساتئ.

ژباړه: الما

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب